د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د منځني ختیځ د جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره تهران ته ورسېد.
د روسیې د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، سرګي لاوروف چې له بحرین څخه تهران ته تللی، ټاکل شوې له ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره وګوري.
دا سفر وروسته له هغه ترسره کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې میاشتې په لومړیو کې خپل ایراني سیال ته ویلي وو، چې مسکو چمتو دی د منځګړیتوب په هڅو کې برخه واخلي.
ایراني رسنیو هم راپور ورکړی، چې لاوروف له ایراني چارواکو سره د لیدنو او خبرو لپاره په رسمي سفر تهران ته رسېدلی دی.
تهران ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د سفر د پروګرام په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
دا د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته د لاوروف لومړی سفر دی.
