د افغانستان مدني فعالان د امید سبز ښارګوټي د جبري تخلیې د مخنیوي لپاره د نړیوالو د اقدام غوښتنه کوي

د افغانستان مدني فعالانو، د بشري حقونو مدافعانو او د افغان کډوالو د ټولنو استازو په یوه پرانیستي لیک کې د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو د جبري بې‌ځایه کېدو، د شخصي ملکیتونو د مصادرې او د خلکو د کورونو د نیولو د مخنیوي لپاره د نړیوالو د اقدام غوښتنه کړې ده.

دغه پرانیستی لیک د ۲۸ بنسټونو غړو او ۸۰۰ مدني فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو لاسلیک کړی او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د افغانستان لپاره ځانګړي استازي او د یوناما رئیس، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي، د اقلیتونو، د دین یا عقیدې د ازادۍ، د مناسب استوګنځي د حق او د داخلي بې‌ځایه شویو د حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړو استازو او نړیوالو نادولتي بنسټونو ته لېږل شوی دی.

د لیک لاسلیک کوونکو ویلي، چې پر امید سبز ښارګوټي د طالبانو د فشارونو زیاتېدو د دې سیمې د زرګونو اوسېدونکو معیشت، امنیت او خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د دوی په وینا، دغه ښارګوټی تر ډېره د شیعه هزاره‌وو د اوسېدو سیمه ده او د ځمکې، استوګنځي او ملکیت د حقونو په ګډون د اوسېدونکو بنسټیز حقونه له خطر سره مخ دي.

د طالبانو یوې ځانګړې محکمې د روان لمریز کال د غويي په میاشت کې د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۷.۴۹ جریبه ځمکه «امارتي» اعلان کړه.

د دې حکم له صادرېدو وروسته، د طالبانو عدلیې وزارت د ښارګوټي اوسېدونکو ته د کورونو د تخلیې امر کړی او هغو کسانو ته یې هم ویلي چې په کرایي کورونو کې اوسېږي، چې د کورونو کرایه د اصلي مالکانو پر ځای د دغه وزارت حساب ته ولېږدوي.

د افغانستان مدني فعالانو په خپل پرانیستي لیک کې ویلي: «د طالبانو د عدلیې وزارت مامورینو د سپټمبر له وروستیو راهیسې پر امید سبز ښارګوټي بریدونه کړي، کور په کور ګرځېدلي، کورونه یې مهرولاک کړي، اوسېدونکي یې د کرایې فورمو لاسلیکولو ته اړ کړي او هغه کسان یې وهلي او نیولي چې اعتراض یې کړی دی.»

په لیک کې زیاته شوې: «د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو راپور ورکړی، چې د طالبانو د عدلیې وزارت مامورینو ترې غوښتي چې د هرې خونې په بدل کې هره میاشت څلور زره افغانۍ کرایه ورکړي. په دې پیسو کې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له میاشتې راهیسې پاتې کرایه او د راتلونکو شپږو میاشتو مخکینۍ کرایه هم شامله ده؛ که نه، باید خپل کورونه تخلیه کړي.»

د لیک لاسلیک کوونکو ویلي، چې تخلیه شوي کورونه، په هغو کې هغه کورونه هم شامل دي چې مالکین یې په بهر کې ژوند کوي، مهرولاک شوي او د طالبانو غړو یا د هغوی اړوندو کسانو ته سپارل شوي دي.

دوی زیاته کړې، چې طالبانو د کرایې ورکولو پر ضد د اعتراض له امله د ښارګوټي تر ۳۰ ډېر اوسېدونکي او استازي نیولي وو او وروسته یې ترې د دې ژمنې په اخیستو خوشې کړل چې خپل کورونه به په دوو ورځو کې تخلیه کوي.

د ملکیتونو د نیولو مخ پر پراخېدو بهیر

د پرانیستي لیک لاسلیک کوونکو د طالبانو له‌خوا د خلکو د ځمکو او ملکیتونو نیول «مخ پر پراخېدو بهیر» بللی او ویلي یې دي، چې په ټول افغانستان کې بېلابېلې ټولنې د ځمکو له نیولو، د کورونو د تخلیې له حکمونو او د طالبانو تر کنټرول لاندې محکمو او کمېسیونونو د پرېکړو له مخې د ځمکو او کورونو له بیا وېش سره مخ دي.

د دوی په وینا، دغو اقداماتو په ځانګړي ډول پر هزاره‌وو او نورو قومي او مذهبي اقلیتونو جدي اغېزې کړې دي.

په پرانیستي لیک کې راغلي: «د طالبانو له‌خوا د هزاره‌وو سیستماتیک ځورول د محرومولو په بهیر کې د پراخوالي، تکرار او هغو پېښو له شمېر څخه څرګندېږي چې دغه ټولنه یې اغېزمنه کړې ده. د مذهبي ازادیو له منع کولو، وژنو او خپل‌سرو نیونو نیولې، د کارموندنې او بشري مرستو له محرومیت او له خپلو کورونو څخه تر جبري ایستلو پورې، د طالبانو محدودیتونو د هزاره‌وو د ژوند پر ټولو اړخونو ژورې اغېزې کړې دي.»

د لیک لاسلیک کوونکو زیاته کړې: «دا بدلونونه د هویت پر بنسټ د حاشیې ته کولو، تاوتریخوالي او تبعیض د مخ پر پراخېدو بهیر ښيي چې د هزاره‌وو له ټولنې ورهاخوا هم غځېدلی دی. په دې منځ کې، هزاره ښځې د جنسیت، قومیت، مذهب او جغرافیایي موقعیت له امله له څو اړخیزو او یو پر بل اغېز لرونکو زیانونو سره مخ دي.»

د لیک لاسلیک کوونکو ویلي، داسې معلومات شته چې طالبان د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۴۹ استوګنیز ښارګوټي ارزوي. د دوی په وینا، د دې بهیر پراخېدل د جبري بې‌ځایه کېدو، د قانوني بهیرونو د نه مراعاتولو او د دغو ښارګوټو د زرګونو زیان‌منونکو اوسېدونکو د حقونو او خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راولاړوي، په ځانګړي ډول د ژمي موسم له رارسېدو مخکې.

غوښتنې

د لیک لاسلیک کوونکو له یوناما، د افغانستان په چارو کې د هېوادونو له ځانګړو استازو او د ملګرو ملتونو له ځانګړو استازو غوښتي، چې له طالبانو وغواړي په امید سبز او نورو ښارګوټو کې د تخلیې ټول حکمونه او اړوند اجرایي اقدامات سمدستي ودروي.

دوی ټینګار کړی، چې دغه بهیر باید تر هغه وخته ودرول شي چې د ځمکو او ملکیتونو په اړه ادعاوې او اختلافونه د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو له معیارونو سره سم، د یوه روڼ، بې‌طرفه او خپلواک بهیر له لارې نه وي څېړل شوي.

د لیک لاسلیک کوونکو همداراز له ملګرو ملتونو او د هېوادونو له استازو غوښتي، چې له طالبانو وغواړي ګواښونه، فزیکي ناوړه چلند، خپل‌سرې نیونې، د کرایې جبري غوښتنه او د قانوني بهیر له مراعاتولو پرته د کورونو مهرولاک کول یا نیول سمدستي پای ته ورسوي.

سربېره پر دې، دوی د منظمې څارنې، د راپورونو د عامولو، د طالبانو د چارواکو د حساب‌ورکونې، د همغږو ډیپلوماټیکو اقداماتو، د زیانونو د جبران د اغېزمنو لارو د برابرولو او د حساب‌ورکونې او عدالت غوښتنې د تضمین غوښتنه کړې ده. دوی همداراز په افغانستان کې له ګواښ سره مخ ټولنو ته د بېړني خوندیتوب او بشري مرستو د برابرولو لپاره د هڅو پر بسیج ټینګار کړی دی.

امید سبز ښارګوټی د کابل په لوېدیځ کې موقعیت لري او اوسېدونکي یې تر ډېره هزاره‌ګان دي. دغه ښارګوټی په تېرو شلو کلونو کې جوړ شوی او د افغانستان د پخواني ولسمشر د دویم مرستیال محمدکریم خلیلي ورور، محمدنبي خلیلي، د دې ښارګوټي له عمده شریکانو څخه دی.

محمدنبي خلیلي ویلي: «امید سبز ښارګوټی د معتبرو شرعي قبالو، د ملکیت د رسمي اسنادو، د اړوندو ادارو له بشپړې تصفیې او د ودانولو د قانوني جواز پر بنسټ جوړ شوی دی.»

د محمدنبي خلیلي په وینا، د امید سبز ښارګوټي ټوله ځمکه له هغو مالکانو پېرل شوې چې «د شته اسنادو له مخې، له کلونو او نسلونو راهیسې د دغو ځمکو مالکین وو، معتبرې قبالې یې لرلې او د مالیې د ورکړې سابقه یې تېرو لسیزو ته رسېږي».

د امید سبز ښارګوټي «امارتي» اعلانېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي او ډېرو کسانو دا اقدام د هزاره‌وو او شیعه‌ګانو پر وړاندې د طالبانو د «تبعیضي سیاستونو» د دوام یوه برخه بللې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته