د بالیووډ پر یوه لوبغاړي وسله‌وال برید؛ د لارنس بشنوي ډلې یې مسوولیت منلی

د بالیووډ سینما پر لوبغاړي ټایګر شروف تېره شپه (یک‌شنبه، د تلې ۲۶مه) د هند په ممبۍ ښار کې وسله‌وال برید شوی او د لارنس بشنوي ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د «ټایمز اف انډیا» خبري اژانس د راپور له مخې، برید د ماښام شاوخوا اووه بجې د «جوهو» په سیمه کې هغه مهال شوی چې ټایګر شروف د زوکړې ورځې له یوې مېلمستیا څخه د وتلو په حال کې و.

د دغه رسنۍ د راپور له مخې، درېیو ناپېژاندو موټرسایکل‌سورو بریدګرو د ټایګر شروف پر موټر اووه ډزې کړې دي. د ډزو له امله د هغه موټرچلوونکی او یو مینه‌وال په مرمیو ټپیان شوي او خپله شروف د ماتې شوې ښیښې د ټوټو له امله سطحي ټپونه برداشته کړي دي.

بریدګر تر ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي او د هند پولیسو او استخباراتي ادارو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.

پولیس د ټولنیزو رسنیو هغه ادعا هم څېړي چې پکې انیل پاندیت او هرمن ساندو نومي کسانو ځانونه د لارنس بشنوي ډلې غړي معرفي کړي او د برید مسوولیت یې منلی دی.

دغو دوو کسانو ادعا کړې چې شروف د بالیووډ د مشهور لوبغاړي سلمان خان سره د اړیکو یا همکارۍ له امله په نښه شوی دی. په دغه پیغام کې د ممبۍ د سینما د صنعت نورو هغو کسانو ته هم ګواښ شوی چې له سلمان خان سره یې همکاري کړې ده.

د انیل پاندیت او لارنس بشنوي ډلې ترمنځ د اړیکو په اړه اوازې خپرې شوې دي، خو پولیسو تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.

پاندیت ته په منسوب پیغام کې راغلي: «ژر یا ناوخته، د ټولو وار به راورسي.»

انیل پاندیت تر دې مخکې هم په ډیلي کې د هندي سندرغاړي ګورو راندهاوا د ورزشي کلب مخې ته د ډزو مسوولیت منلی و.

د روان کال په جولای کې د هند د سینما لوبغاړی عامر خان هم له ګوري سپرات سره د واده له امله د هغو کسانو له لوري ګواښل شوی و چې له لارنس بشنوي ډلې سره تړاو لري.

۶۶ کلن بابا ضیاالدین صدیقي، د مهاراشترا ایالت پخوانی وزیر، د لوېدیځ باندره له حوزې څخه د ایالتي قانون جوړونې شورا درې‌ځلي استازی او د ملتپال کانګرس ګوند مشر، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې ووژل شو. دغه وژنه هم لارنس بشنوي ډلې ته منسوبه شوې وه او د هغې احتمالي انګېزه له سلمان خان سره د صدیقي نږدې اړیکې بلل شوې وې.

همدارنګه، د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې دوو موټرسایکل‌سورو بریدګرو، ویکي ګوپتا او ساګر پال، د ممبۍ ښار د باندره په سیمه کې د «ګلکسي اپارتمانز» په نوم ودانیز کمپلکس کې د سلمان خان د استوګنځي مخې ته ډزې وکړې.

څېړونکو ادعا کړې وه چې دغه برید د لارنس بشنوي او د هغه د ورور انمول په امر ترسره شوی و. د دوی په وینا، دا برید په ۱۹۹۸ کال کې د سلمان خان له لوري د هوسۍ د ناقانونه ښکار له قضیې څخه د دوی د ناخوښۍ له امله شوی و.

لارنس بشنوي د یوې جنایي ډلې مشر دی چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په زندان کې دی؛ خو د راپورونو له مخې، هغه دومره نفوذ او وفادار کسان لري چې د زندان دننه هم د مشهورو څېرو پر ضد خپل عملیات اداره کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته