د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د منځنۍ اسیا د هېوادونو له چارواکو سره د خبرو لپاره ازبکستان ته سفر کړی دی.
مارکو روبیو او د ازبکستان د ولسمشرۍ ادارې مشرې سعیده میرضیایوا نن سهار (دوشنبه، د تلې ۲۷مه) د سمرقند ښار په ریګستان میدان کې له خبریالانو سره خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، سمرقند له پېړیو راهیسې د نړیوالې سوداګرۍ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او د نږدې ۳۰۰ امریکايي شرکتونو استازي دغه ښار ته ورغلي دي.
د روبیو په وینا، تمه ده چې د دغه سفر په پایله کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک شي.
هغه زیاته کړه، امریکا لېواله ده چې له ازبکستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ لا پراخې کړي.
روبیو په سمرقند کې د ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا دوهاړخیزې لیدنې کړې دي.
روبیو پر اېکس د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د خپلې لیدنې په اړه لیکلي، چې په دې کتنه کې د امریکا او ازبکستان ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا پر پیاوړتیا خبرې شوې دي. د هغه په وینا، په دې خبرو کې د بنسټیزو تاسیساتو، فضايي چارو، حیاتي منرالونو او د «C5+1» ډیپلوماټیکې تګلارې له لارې د همکارۍ موضوعات هم شامل وو.
هغه ویلي: «موږ په ګډه کار کوو، څو د دواړو هېوادونو او سیمې سوکالي زیاته کړو.»
