د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بودجې د کمښت له امله اړ شوی چې په غزه کې نیم میلیون کسانو ته خوراکي مرستې بندې کړي.
دغه بنسټ نن (دوشنبه، د تلې ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د روانې میلادي میاشتې له پیله په غزه کې ۱.۱ میلیون کسانو ته خوراکي او نغدي مرستې برابروي. دا شمېر د تېرې میاشتې په پرتله ۵۰۰ زره کم دی؛ ځکه تېره میاشت ۱.۶ میلیون کسانو مرستې ترلاسه کولې.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، د خوراکي مرستو اندازه یې نیمایي ته راکمه کړې ده. اوس به کورنۍ د دوو خوراکي بستو پر ځای یوه بسته او د غنمو اوړو یوه کوچنۍ بوجۍ ترلاسه کوي.
دغه بنسټ ویلي، د ګرمو خوړو د وېش شمېر یې هم له ۲۵۰ زرو څخه ۱۵۰ زرو ته راکم کړی دی. په هغو سیمو کې چې لاسرسی ورته ستونزمن دی، د بېلګې په توګه د اسرائیلو تر پوځي کنټرول لاندې د «ژېړې کرښې» ته نږدې، مېشتې کورنۍ به د هرې ورځې پر ځای یوه ورځ وروسته ګرم خواړه ترلاسه کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي، ۷۵ زره کورنیو ته د نغدي مرستو ارزښت یې هم راکم کړی دی.
خو دغه بنسټ وايي، اوس هم کولای شي له هغو نانوایانو ملاتړ وکړي چې د غزې د ډوډۍ د اړتیا درېیمه برخه پوره کوي، ۳۰۰ زره ښځو او ماشومانو ته د تغذیې مرستې ورسوي او د غزې په ښوونځیو کې ۲۰۰ زره ماشومانو ته سالمې سپکې ډوډۍ برابرې کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام په خپله تازه اعلامیه کې ویلي، د بودجې کمښت په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې پر مرستو هم اغېز کړی دی. دغه بنسټ د سپټمبر په میاشت کې د مرستو ترلاسه کوونکو شمېر نیمایي ته راکم کړی او له ۴۰۰ زرو څخه یې ۲۰۰ زرو ته رسولی دی.
په غزه کې د خوړو خوندیتوب
د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی، په غزه کې ۱.۴ میلیون کسان، چې د سیمې د ټول نفوس ۶۷ سلنه جوړوي، د خوړو له سخت ناامني سره مخ دي. د دغو کسانو وضعیت د «بحران» یا تر هغه په لوړه کچه کې دی، چې د خوړو د خوندیتوب د مدغم پړاوونو د طبقهبندۍ په درېیمه یا لوړه درجه کې راځي.
د دغه بنسټ په وینا، دا شمېر د ۲۰۲۵ کال د پای په پرتله کم شوی دی. د تېر کال په پای کې ۱.۶ میلیون کسان، چې د غزې د نفوس ۷۷ سلنه جوړوي، له دې وضعیت سره مخ وو؛ خو د وضعیت ښه والی لا هم لږ او نازک دی.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، شاوخوا ۲۰۰ زره کسان لا هم په «اضطراري» وضعیت کې ژوند کوي، چې د خوړو د خوندیتوب د مدغم پړاوونو د طبقهبندۍ څلورمه درجه ده. په دې وضعیت کې د لوږې له امله د مړینو د مخنیوي لپاره بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا وي.
دغه بنسټ زیاته کړې، یوازې پنځمه برخه ماشومان په کافي اندازه بېلابېل خواړه ترلاسه کوي. روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، د فاضله موادو د ایستلو سیستمونو او د شخصي حفظالصحې اسانتیاوو ته لاسرسی هم لا هم محدود دی.
د خوړو نړیوال پروګرام د اعلامیې له مخې، د غزې تر ۸۰ سلنې ډېر اوسېدونکي وزګار دي. له همدې امله ډېرې کورنۍ، ان که تازه یا له پروټین څخه بډایه خواړه په بازار کې موجود هم وي، د پېرلو توان یې نه لري.
دغه بنسټ ویلي، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې بشري مرستو ته د لاسرسي او د مرستو د وېش ښه کېدو د خوړو د ناامنۍ په کمولو کې مرسته کړې ده؛ خو دا لاسته راوړنې نازکې دي او که د بشري مرستو بودجه کمه شي، ښايي په چټکۍ له منځه ولاړې شي.
د دغه بنسټ په وینا، د خوړو د خوندیتوب د مدغم پړاوونو د طبقهبندۍ (IPC) وروستی تحلیل خبرداری ورکوي چې د بشري مرستو کمېدل ښايي په غزه کې د خوراکي مرستو اړتیا په شدیده توګه زیاته کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د ژمي له رانږدې کېدو سره سم، په غزه کې د بېړنیو خوراکي مرستو د دوام، د حیاتي تخنیکي او انجنیري ملاتړ د برابرولو او د کوچنیو ماشومانو، امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره بېړنۍ اضافي بودجې ته اړتیا لري.
دغه بنسټ ویلي، په ۲۰۲۶ کال کې د فلسطین له خلکو سره د مرستې لپاره یې بودجه د تېرو کلونو د بودجې تر نیمایي هم کمه ده. د ۲۰۲۶ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر مارچ پورې د فلسطین له خلکو سره د خپلو مرستو د دوام لپاره سمدستي ۴۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
نړیوال بنسټونه په وروستیو کلونو کې د غزې، افغانستان او سوډان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ګڼو بشري بحرانونو او د هېوادونو له خوا د مرستو د کمېدو له امله له سخت مالي کمښت سره مخ شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام او نورو بشري مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې هم اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره د بودجې له کمښت شکایت کړی او د دې وضعیت د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
