وال‌سټریټ ژورنال: پوتین، ټرمپ او شي به د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره سره وګوري

د «وال‌سټریټ ژورنال» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د روسیې، امریکا او چین ولسمشران، ولادیمیر پوتین، ډونالډ ټرمپ او شي جین‌پینګ به د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر یوه هوکړه د بحث لپاره درې‌اړخیزه غونډه وکړي.

دې رسنۍ د یک‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په خپل راپور کې لیکلي چې پوتین لس ورځې مخکې له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د دې غونډې وړاندیز کړی و.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې د روسیې، امریکا او چین د مشرانو ترمنځ د احتمالي درې‌اړخیزې غونډې په اړه خبرې روانې دي.

د هغه په وینا، تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او د غونډې د څرنګوالي او احتمالي اجنډا په اړه هم روښانه معلومات نشته.

خو پسکوف «وال‌سټریټ ژورنال» ته تایید کړې چې درې واړه لوري د داسې غونډې د «احتمال» په اړه خبرې کوي.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي «وال‌سټریټ ژورنال» ته ویلي چې ټرمپ لا هم په رسمي ډول د درې‌اړخیزې غونډې له جوړېدو سره موافقه نه ده کړې.

د دغه امریکايي چارواکي په وینا، ښايي ټرمپ د دې وړاندیز هرکلی وکړي، ځکه هغه لا هم غواړي د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خپلې ټاکنیزې ژمنې عملي کړي.

ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې که سپینې ماڼۍ ته بېرته راستون شي، د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي. خو اوس د هغه د ولسمشرۍ د دورې له پیل څخه نږدې دوه کاله تېر شوي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې لا هم له بن‌بست سره مخ دي.

د «وال‌سټریټ ژورنال» د راپور له مخې، د روسیې، امریکا او چین د ولسمشرانو ګډه درې‌اړخیزه غونډه به یوه میاشت وروسته، د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه، د چین په سوېل کې د شېن‌ژن ښار کې ترسره شي.

که څه هم د چین حکومت تر اوسه په رسمي ډول د داسې غونډې د کوربه‌توب اعلان نه دی کړی، خو په واشنګټن کې د سټیمسن څېړنیز مرکز د چین د پروګرام مشرې یون سان ویلي: «چین غواړي د سترو قدرتونو د محور او ښايي د امریکا او روسیې ترمنځ د منځګړي په توګه وپېژندل شي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته