یوناما د افغانستان ستونزه نه درک کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو څانګې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د مامورینو له‌خوا د ښځو او نارینه‌وو لږ تر لږه ۴۴۳ خپل‌سرې نیونې او توقیفونه مستند کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې دا نیونې خپل‌سرې نه دي، بلکې «د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې» ترسره شوې دي.

کله چې وایو یوناما د افغانستان ستونزه نه درک کوي، موخه مو د همدې واټن ښودل دي؛ د هغه څه ترمنځ واټن چې یوناما غواړي د خپلو پروګرامونو په چوکاټ کې یې بیان کړي او د افغانستان د ډګر لوڅ حقیقت چې د یوناما د سترګو پر وړاندې روان دی او طالبان یې ان د پټولو هڅه هم نه کوي.

یوناما د ښځو او نارینه‌وو د خپل‌سرو یا د خپلسرۍ پر بنسټ د نیولو او توقیف خبره کوي؛ خو د طالبانو ویاند وايي، دا نیونې هماغه څه دي چې د طالبانو حکومت یې غواړي او عملي کوي یې. دلته د یوناما د بیان او د طالبانو د خپل اعتراف ترمنځ لوی واټن شته چې له دې پرته بله معنا نه لري: یا یوناما نه پوهېږي چې د ننني افغانستان په وضعیت کې څه روان دي، یا پوهېږي، خو روان واقعیت تر طالبانو هم په ډېرې کږې بڼې انځوروي.

ښايي څوک وپوښتي چې دا څه اهمیت لري چې یوناما د افغانستان ستونزه درک کوي که نه؟ اهمیت یې په دې کې دی چې یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي نوم دی. د دې ادارې دنده ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو او ماشومانو د حقونو وضعیت وڅاري او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سیاسي هڅو او د بشري مرستو اړوندو نوښتونو سره مرسته وکړي. که یوناما ونه پوهېږي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې څه روان دي او د روانو واقعیتونو د انعکاس لپاره سمه ژبه ونه کاروي، د افغانستان کږه او ناسمه انځورنه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د نړۍ هېوادونو ته ولېږدول شي.

یوناما هڅه کوي چې د طالبانو د حکومت وضعیت په غیرواقعي ډول د ځان لپاره عادي وښيي. په دې معنا چې له طالبانو سره د خبرو او تعامل د دروازې د پرانیستې ساتلو لپاره د طالبانو د اصلي ماهیت له لیدلو ډډه کوي. په بل عبارت، یوناما هڅه کوي ځان ته ووايي: «ان‌شاءالله دا حکومت دومره هم بد نه دی.» د تعامل د دروازې د پرانیستې ساتلو په لېوالتیا کې دومره د فرصتونو په لټه کې ده چې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د ښکاره نقض تر ټولو څرګندې بېلګې هم نه ویني. طالبان پخپله وايي چې د افغانستان د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو، ځپل یې د حکومت رسمي او مرکزي سیاست دی؛ خو یوناما مخ اړوي، دا څرګند اعتراف له پامه غورځوي او وايي چې نه، دا خپل‌سرې نیونې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کار دی؛ لکه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چې د طالبانو د حکومت د جوړښت برخه نه وي او د دې ډلې په حکومت کې د ځپنې رسمي مټ نه وي.

ایا د یوناما انګېرنه دا ده چې د طالبانو حکومت ناقانونه، له قانون څخه بهر او د بشریت ضد کړنې نه ترسره کوي، او که داسې څه پېښېږي، باید پړه یې پر خپلسرو ځواکونو واچول شي؟ ایا یوناما نه پوهېږي چې طالبان اساسي قانون او مدني قانون نه لري او د وګړو هېڅ حق نه مني؟ ایا یوناما خبره نه ده چې طالبان د خپل مشر شخصي فرمانونه د فشار او زور له لارې پر خلکو تپي او همدا د طالباني تفکر اصلي ماهیت دی؟ ایا یوناما د طالبانو د واکمنۍ لپاره له هغو ښکاره کړنو پرته چې د دوی د سترګو پر وړاندې ترسره کېږي، نور مدني اړخونه هم تصوروي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د مامورینو د خپلسرو کړنو تر شا پټ پاتې دي؟ که یوناما داسې انګېرنې لري، نو څرګندېږي چې د افغانستان د مسئلو، پېښو او بهیرونو سم درک نه لري. که داسې انګېرنې نه لري، نو ولې واقعیتونه سرچپه انځوروي، ان هغه مهال چې طالبان خپلې کړنې نه پټوي او په ښکاره یې دفاع کوي؟

د افغانستان خلک له یوناما تمه لري چې له خلکو سره مرسته وکړي، نه له طالبانو سره. د ملګرو ملتونو د دې ادارې په دندو کې دا نه دي یاد شوي چې یوناما باید د طالبانو د کړنو توجیه وکړي، ان هغه مهال هم چې طالبان پخپله خپلې کړنې توجیه نه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته