
افغانستان ته د پاکستاني درملو او خوراکي توکو قاچاق زیات شوی. Photo: Social Media
پاکستان د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۱مه د طالبانو حکومت سره له نښتو وروسته پر ډیورنډ کرښه له افغانستان سره ټولې ټرانزیټي او د تګ راتګ لارې وتړلې.
له پاکستان سره د لارو د تړل کېدو له امله د کرښې دواړو غاړو ته پر سوداګریزو توکو سلګونه بار موټرونه او زرګونه مسافر ایسار پاتې شول او سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت زیان واوښت.
د کندهار په سپین بولدک کې یو افغان سوداګر مسعتار نوم عبدالولي وایي، د یادو لارو بندښت له مسافرو سربېره سوداګر تر بل هر وخت ډېر زیانمن کړي او په وینا، یې د لارو د تړل کېدو له امله یې سوداګري په ټپه درېدلې ده.
د هغه په خبره، که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي لارې له نږدې یو کال راهیسې په رسمي ډول د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوي، خو له دې سره سره لاهم له دې لارې په قاچاقي ډول درمل، خوراکي او نور د اړتیا وړ توکي له پاکستانه افغانستان ته راوړل کېږي.
نوموړی شکایت کوي چې ورځ تربلې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د قاچاق بازار تودېږي او هغه پخوانۍ سوداګري نه ده ورپاتې: «د پاکستان وېزې په لوړه بیه تمامېږي، ټرانزیټي لارې تړل شوې او همدا لامل دی چې سوداګر سخت زیانمن شوي، پاکستاني توکي په قاچاقي ډول راوړل کېږي او له دې خوا هم دا مسله ده اوس ټول بازار قاچاقي توکو نیولی او په دواړو خواوو کې ځینې ځواکمن چارواکي له دې حالت ګټه اخلي د هره شي قيمت چې لوړ شي هغه پیسې يي د طالب جيب ته روانې دي.»

د سپین بولدک له لارې په پراخه کچه پاکستاني درمل په قاچاقي ډول افغانستان ته واردېږي. Photo: Social Media
په ورته مهال په کندهار کې د درملو د اتحادې یوغړی مستعار نوم شعیب احمد وايي، چې له پاکستان سره د لارو په تړل کېدو سره، افغانستان ته د پاکستاني درملو قاچاق زیات شوی دی.
هغه ادعا کوي چې د درملو د قاچاق مافیا ډله کې د طالبانو د کورنيو او دفاع وزارتونو لوړ پوړي چارواکي لاس لري او په پراخه کچه پاکستاني درمل په قاچاقي ډول افغانستان ته واردوي.
نوموړی زیاتوي، هغه درمل چې پر قاچاقي لارو راوړل کېږي پرهر یوه ټن یې پنځه زره افغانۍ لګښت راځي او بیا مجبوره دي چې بیا یې په بازار کې پر لوړه بیه وپلوري.
شعیب احمد زیاته کړه:«ټول درمل او نږدي ټول توکي اوس هم د پاکستان څخه د پخوا په شان راځي هيڅ کمښت نه دي راغلی، بس ستونزه دغه شوه چې اوس په قاچاقي لاري راځي او پر هره ټن ۵۰۰۰ افغانۍ اضافه اخيستل کيږي چې دغه ۵۰۰۰ افغانۍ ولس له جيب څخه ورکول کيږي.»
په کندهار کې د درملو د انتقال کوونکي يو شرکت مسوول مستعار نوم حبیب الله هم ورته ادعاوې کوي او په وینا، چې د سپین بولدک پر لاره د پاکستان څخه د افغانستان ترمنځ قاچاق کې د طالبانو غړې خپله ونډه لري او هره څه د پيسو په بدل کې افغانستان ته انتقالېږي.
هغه وايي پاکستاني درمل د سپین بولدک له لارې د ځایي طالب مسوولانو په همکارۍ په قاچاقي او پراخه کچه د افغانستان بازارونو ته واردېږي:«د سپین بولدک له لارې د درملو قاچاق په پراخه کچه روان دی او دا قاچاق د طالبانو په همکارۍ ترسره کېږي چې په مقابل کې یې مسوولان پېسې اخلي، همدا اوس هم د افغانستان په ټول بازار کې پاکستاني درمل په پرېمانه کچه پیدا کېږي؛ يوازي يي تغير دا کړی چې پخوا به د يوه کفسول قيمت ۱۰ افغانۍ وه اوس هغه ۲۰ افغانۍ ته پورته شوې طالبان یې مخنیوی نشي کولای ځکه دوی دې له درملتونونو مالکېنو پوښتنه وکړي چې د پاکستان درمل له کومه کوي.»
ویل کېږي چې له پاکستان سره د پولې د تړل کېدو له امله بېکاري اوج ته رسېدلې او زرګونه کسان بې روزګاره شوي دي.
هم مهال د چمن ولسي مشرعبدالولي منډولي کمانډر ادعا کوي، که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي لارې په رسمي ډول د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوي، خو له دې سره سره لاهم له دې لارې په قاچاقي ډول تګ راتګ کېږي.
کمانډر په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې اوسمهال د سپین بولدک له لارې پاکستان ته له هر اوښتونکي کس څخه له ۵۰ زرو تر ۱۰۰ زرو پاکستانۍ کلدارې پیسې اخیستل کېږي.
هغه دغه راز ادعا کړې چې طالبانو ته هر تېرېدونکي باروړونکي موټر په بدل کې یو میلیون کلدارې ورکېږي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د توکو قاچاق په پراخه کچه روان دی.
بلخوا ویل کېږي چې اوسمهال د سپین بولدک له لارې پاکستان ته له هر اوښتونکي کس څخه له ۲۰ زرو تر ۱۰۰ زرو پاکستانۍ کلدارې پیسې اخیستل کېږي.

د طالبانو له بندېزونو سره سره لاهم بازار پاکستاني درملو نیولی. Photo: Social Media
د قیس احمد په نامه یو کس چې غواړي د سپین بولدک له لارې خپله مور پاکستان ته د درملنې په موخه ولېږدوي وایي، د فساد سلسله له سپین بولدکه پیلیږي او دغلته قاچاق تر پخوا زیات شوی چې د ځایي طالب او پاکستاني پوله ساتو په همغږۍ ترسره کېږي.
قیس احمد زیاتوي: «ترپخوا په سپین بولدک کې د توکو او انساني قاچاق زیات شوی دلته په بولدک انساني قاچاق کوونکي ښکاره ځایونه لري، د ۲۰ زره نيولي تر ۱۳۰ زره پاکستان کالدارې د یو کس په بدل کې اخیستل کېږي چې پاکستان ته واوړي او همدارنګه له چمن چې خلک افغانستان ته راستنېږي هم دومره پېسې ترې اخیستل کېږي او په دې کار کې ورسره طالبان هم شریک دي.»
بلخوا خبریال سمیع یوسفزي هم په خپله اېکس پاڼه ادعا کړې، چې د کابل په کمپنۍ سیمه کې د بسونو په تمځایونو کې پاکستان ته اوښتوونکي قاچاق کوونکي ځانګړي ځایونه لري او له هماغه ځایه پاکستان پر قاچاقي لارو له تلوونکو سره جوړ جاړی کېږي.
نوموړي د دې چارې لامل پر ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ او تګ راتګ لارو تړل کېدل بللي:« لږ تر لږه دوه کسان چې زه یې پېژنم، د ۵۰ او ۶۰ زره افغانیو په ورکولو سره په ډېر لنډ وخت کې پاکستان ته اوښتي دي، کله چې قانوني لارې لا سختې شي، غیر رسمي اسانتیا برابروونکي او د انسانانو د قاچاق شبکې له هغو خلکو او سوداګرو څخه ګټه اخلي، چې بدیلې لارې لټوي که پاکستان موخه د قاچاق، امنیتي ستونزو او غیر قانوني فعالیتونو کمول وي، حل لاره د قانوني سوداګرۍ او سفرونو تړل نه دي برعکس، شفاف، مستند او د لاسرسي وړ قانوني سیستمونه د غیر قانوني تګ راتګ او انسانی قاچاق مخ ډب کوې.»
بلخوا د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هم مني، چې د کندهار د سپین بولدک له لارې په قاچاقي ډول په لویه کچه درمل هېواد ته وارېدېږي خو پړه یې تر ډېره د حکومت پر کورنيو چارو او دفاع وزاروتونو اچوي.
نوموړي نیوکه کړې چې له هڅو سره سره لاهم د طالبانو یاد دوه وزارتونه نه دي توانېدلي، چې د سپین بولدک او نورو لارو په قاچاقي ډول له پاکستانه د درملو د واردېدو مخنیوی وکړي.
په ورته مهال د طالبانو د اصلاحي کمېسیون مشر محمد قاسم خالد هم څه موده وړاندې ویلي و، افغانستان متخصص ډاکټران لري، خو قاچاقي او بې کیفیته درمل د ناروغانو د نه رغېدو اصلي لامل دی او په وینا، افغانستان ته د پاکستان له قاچاقي لارو واردېدونکي درمل «زهر» دي.
د نوموړي په وینا، هغه قاچاقي درمل چې افغانستان ته له پاکستان نه راوړل کیږي، په میاشتو میاشتو په سرحدي سیمو کې تر لمر لاندې پاتې کېږي، کیفیت یې له منځه ځي او وروسته بازار ته وړاندې کېږي.
هغه ټینګار کړی چې افغانستان د درملو په برخه کې پر ځان بسیا نه دی او اړتیا ده چې د معیاري درملو د تولید لپاره عملي اقدامات وشي.

د بولدک له لارې له توکو سربېره انساني قاچاق هم روان دی. Photo: Social Media
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې هم تر پخوا راټيټه شوې او تر ټولو لوی لامل پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ لارو تړل کېدل ښودل شوي دي.
طالبانو دا هم ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ لارو بېرته پرانیستل کېدو ته تر هغې اجازه نه ورکوي، چې پاکستان یې د سیاسي فشار وسیلې په توګه د نه کارولو او په هر ډول شرایطو کې د نه تړل کېدو پیاوړی تضمین نه وي ورکړی.
په همدې حال کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک میاشتنۍ ارزونه ښيي، چې په افغانستان کې د عمومي انفلاسیون کچه د مې میاشتې له ۸ سلنې په جون میاشت کې ۷.۶ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د نړیوال بانک موندنې همدارنګه ښيي چې د پاکستان له لارې د سوداګرۍ ګډوډېدو د افغانستان تجارت په څرګند ډول د منځنۍ اسیا او ایران پر لور اړولی.
د راپور له مخې، د افغانستان له نيمايي لږ کمه برخه واردات د منځنۍ اسیا له دهلېزونو او ۴۶ سلنه د ایران له لارې شوي، په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې سوداګري لا هم په ډېره ټیټه کچه پاتې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله له نږدې یو کال راهیسې تورخم، غلام خان بندر، سپین بولدک او له پاکستان سره نورې ټرانزیټي لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.
