د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت په یوه نااعلان شوي سفر کې اسراییلو ته تللی او د دغه هېواد له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره یې لیدلي دي.
د «اکسیوس» خبري شبکې د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغه سفر د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) شوی دی.
د هېګسېت نااعلان شوی سفر په داسې حال کې ترسره شوی چې د اسراییلو د ټاکنو تر ترسره کېدو یوازې یوه اوونۍ پاتې ده. په همدې وخت کې واشنګټن او تلابیب د ایران پر وړاندې د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو پر احتمال هم خبرې کوي.
اکسیوس لیکلي چې د هېګسېت او نتانیاهو لیدنه د اسراییلو په سوېل کې د «عوودا» هوايي اډې کې شوې ده؛ هغه اډه چې امریکايي هوايي ټانکر الوتکې او جنګي الوتکې پکې ځای پر ځای دي.
یوې باخبره سرچینې اکسیوس ته ویلي چې هېګسېت په دغه اډه کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره هم لیدلي دي.
پنټاګون او په اسراییلو کې د امریکا سفارت د دغه سفر په اړه له څرګندونو کولو ډډه کړې ده. د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر هم د اکسیوس د وضاحت غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.
د هېګسېت اسراییلو ته د نااعلان شوي سفر خبر یوه ورځ وروسته خپور شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو په پارلماني ټاکنو کې له بنیامین نتانیاهو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې د حماس له برید او په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلو لومړنۍ عمومي ټاکنې دي. وروسته د لبنان او ایران جګړې هم پیل شوې.
په امریکا کې هم تر دوو اوونیو وروسته منځمهاله ټاکنې ترسره کېږي. ډونالډ ټرمپ څو ځله ویلي چې د ایران د جګړې برخلیک به له دغو ټاکنو مخکې یا وروسته روښانه کړي.
له دې مخکې یوه مطرح شوې طرحه دا وه چې د «ټولو بمونو مور» په نوم دروند بم دې د «کوه کلنګ» د اټومي تأسیساتو پر سر وغورځول شي، بریا دې اعلان شي او امریکا دې له ایران سره له جګړې ووځي.
ایراني چارواکو په تېرو څو ورځو کې څو ځله امریکا او اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې د راتلونکو ټاکنو په پلمه دې پر ایران نوی برید نه کوي؛ که نه، ایران به نوي پوځي اهداف په نښه او بېلابېلې وسلې وکاروي.
