عبدالله خنجاني، د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د سیاسي دفتر رییس وايي، طالبان پنجشیر د ځان پر وړاندې تر ټولو لوی ستراتیژیک ګواښ ګڼي او پنجشیريوالی یې «سیاسي جرم» ګرځولی دی.
خنجاني نن (سهشنبه، د تلې ۲۸مه) په ایکس کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، طالبان د پنجشیر ولایت د اوسېدونکو په وژلو کې هېڅ ډول «تاریخي احتیاط او د وطندوستۍ مصلحت» په پام کې نه نیسي.
هغه ویلي: «طالب نن پنجشیر د ځان لپاره تر ټولو لوی ستراتیژیک ګواښ ګڼي. په همدې وخت کې طالب پنجشیريوالی سیاسي جرم ګرځولی او د پنجشیریانو په وژلو کې، که په کورونو کې وي او که په غرونو او دښتو کې، له هېڅ ډول تاریخي احتیاط او د وطندوستۍ مصلحت پرته عمل کوي.»
د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د سیاسي دفتر رییس زیاته کړې، طالبانو په پنجشیر کې ۷۰۰ پوځي پوستې جوړې کړې دي چې په هره پوسته کې یې له ۳۰ تر ۴۰ پورې سرتېري ځای پر ځای کړي دي. د هغه په وینا، په پنجشیر کې د طالبانو د ځواکونو ځای پر ځای کول داسې تنظیم شوي چې هره پوسته د بلې پوستې په لید کې وي.
د نوموړي په خبره، په پنجشیر کې د طالبانو د سرتېرو شمېر د پاکستان له پولې سره په پوستو کې د دې ډلې د ځواکونو د شمېر «دوه برابره» دی.
خنجاني وايي، طالبان په پنجشیر کې نږدې ۳۰ زره سرتېري لري چې ډېری یې د افغانستان د سوېلي ولایتونو اوسېدونکي دي.
هغه پر پنجشیر د طالبانو پوځي فشار «د افغانستان په تاریخ کې د یوې نوې دښمنۍ پیل» بللی او ویلي یې دي چې د هېواد په تاریخ کې هېڅ سیمه تر دې کچې پوځي شوې، تر کنټرول لاندې راغلې او ځپل شوې نه ده.
عبدالله خنجاني ویلي، په پنجشیر کې د طالبانو د ځواکونو دا ډول ځای پر ځای کول د دې ډلې پوځي لومړیتوبونه هم څرګندوي.
د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د سیاسي دفتر رییس خبرداری ورکړی چې د طالبانو د دغو اقداماتو «سیاسي او پوځي حساب» به ورسره کېږي.
د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو لهخوا د کابل تر نیولو وروسته، د پخواني حکومت یو شمېر سیاسي چارواکي او پوځي کسان په پنجشیر کې مېشت شول او د طالبانو پر وړاندې یې مقاومت پیل کړ. خو طالبانو په پراخو بریدونو سره لومړی د پنجشیر مرکز او وروسته د دې ولایت ټولې درې ونیولې.
د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» له جوړېدو وروسته، مستقیمې نښتې ډېرې دوام ونه کړې، خو د جګړو ساحه بغلان، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو ته وغځېده.
ملګرو ملتونو په ځینو مواردو کې په پنجشیر کې د طالبانو لهخوا د «خپلسرو نیونو او وژنو» پېښې تایید کړې دي.
په وروستیو اوونیو کې د طالبانو د یوه غړي او یوه بریتانوي یوټیوبر ترمنځ خبرې هم د رسنیو سرټکی شوې په دې مرکه کې د طالبانو دغه غړي اعتراف کړی و چې په خپله یې ۱۴ پنجشیریان وژلي دي.
