په فرانسه کې د اعتراضونو له پراخېدو وروسته هلته ګرځ‌بندیز لګيدلی

د فرانسې حکومت د تاوتریخجنو اعتراضونو او د هټیو د لوټلو د پېښو له پراخېدو وروسته، د دغه هېواد په یو شمېر ښارونو، په ګډون د پاریس، بوردو، نیس او لیون، کې ګرځ‌بندیز لګولی دی.

د «فرانس ۲۴» خبري شبکې راپور ورکړی چې دغه محدودیتونه د دوشنبې په شپه (د تلې ۲۷مه) پلي شوي دي.

د دغه رسنۍ د راپور له مخې، په پاریس کې د جمهوریت په میدان او د «له‌ال» سیمې په شاوخوا سړکونو کې د شپې له ۱۱ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې پر ګرځېدو بندیز لګېدلی دی.

په نیس ښار کې د دوشنبې له شپې راهیسې د ښار په مرکزي برخه کې د کم‌عمره کسانو پر ګرځېدو بندیز لګېدلی چې د اکتوبر تر ۲۵مې به دوام وکړي.

په لیون ښار کې هم د ښار په مرکزي برخه کې د شپې له ۹ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې د ګرځېدو محدودیت اعلان شوی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه محدودیتونه د «تاوتریخوالي د مهارولو او د اعتراضونو پر مهال د لوټمارۍ د مخنیوي» په موخه پلي شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز منلې چې پولیسو د روانې اوونۍ د اعتراضونو پر مهال په څو ښارونو کې د وضعیت کنټرول له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې، د فرانسې لومړي وزیر سباستین لکورنو ویلي چې د ناکراریو د مهارولو لپاره د «بیړني حالت» اعلان هم رد شوی نه دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د شنبې ورځې څخه د دوشنبې تر ورځې پورې د اعتراضونو پر مهال نږدې ۲۴۰۰ اعتراض کوونکي نیول شوي او شاوخوا زر امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

دغه اعتراضونه د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي پر ضد او د پوهنې د بودجې په اړه د زده‌کوونکو د غوښتنو په ملاتړ ترسره شوي چې د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو اوښتي دي. د دغو ناکراریو پر مهال یو شمېر عامه ودانۍ سوځول شوې او څو هټۍ لوټ شوې دي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون له خلکو د «ارامۍ» غوښتنه کړې او ژمنه یې کړې چې د اعتراضونو پر مهال د امنیتي ځواکونو د کړنو په اړه به «بشپړ روڼتیا» موجوده وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته