کندهار کې یوې سرچینې ویلي، چې د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه کس جسد موندل شوی، چې په مرموز ډول وژل شوی و.
سرچینې ویلي، د وژل شوي کس جسد نن (سېشنبه، د تلې ۲۸مه) د ولسوالۍ د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې موندل شوی دی.
د سرچینې په وینا، دغه کس په مرموز ډول وژل شوی، خو د وژل کېدو لامل او هویت یې لا نه دي معلوم شوي.
د یاد کس جسد د کورنۍ د پېژندنې لپاره د ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.
سپین بولدک کې د یوه کس جسد موندل شوی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
