د کاناډا د البرټا ایالت رایهورکوونکو په غوڅ اکثریت د کاناډا په چوکاټ کې د پاتې کېدو ملاتړ کړی او د دې ایالت د خپلواک هېواد کېدو پر لور یې د بهیر د پیل وړاندیز رد کړی دی.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس نن (سهشنبه، د میزان ۲۸مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې د ټولپوښتنې لومړنۍ پایلې د بېلتونپالو د سختې ماتې ښکارندويي کوي.
د البرټا د ټاکنو ادارې د غیررسمي پایلو له مخې، د څه باندې یو میلیون رایو تر شمېرلو وروسته، ۷۷ سلنه رایهورکوونکو په کاناډا کې د دې ایالت د پاتې کېدو ملاتړ کړی او ۲۳ سلنه نورو د «بېلتون د بهیر د پیل» غوښتنه کړې ده.
اسوشیټېډ پرېس لیکلي، چې د ټولپوښتنې لومړنۍ پایلې د کاناډا د لومړي وزیر مارک کارني هغه هڅې پیاوړې کوي چې غواړي د سوداګریزې جګړې او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو ګواښونو سره سره، چې کاناډا دې د امریکا له متحدو ایالتونو سره یوځای شي، د خپل هېواد ملي یووالی وساتي.
دا رایهاچونه په مستقیم ډول د البرټا د خپلواکۍ په اړه نه وه؛ بلکې که د بېلتون پلویانو رایې ګټلې وای، دغه د تېلو بډای ایالت به په راتلونکي کې د کاناډا څخه د بېلېدو لپاره د یوې بلې ټولپوښتنې پر لور روان شوی وای.
د البرټا لومړۍ وزیرې، ډانیل سمیت، د لومړنیو پایلو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا پایلې په کاناډا کې د پاتې کېدو لپاره د خلکو پراخ ملاتړ څرګندوي.
سمیت په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «د البرټا خلکو په یوه متحد کاناډا کې د پیاوړې البرټا په ګټه رایه ورکړې ده.»
د البرټا د پخواني لومړي وزیر مرستیال توماس لوکاسزاک، چې د بېلتونپالو پر ضد یې د «د تل لپاره کاناډایان» په نوم د مبارزې مشري کوله، خپلو پلویانو ته ویلي: «موږ یو پیاوړی هېواد یو، چې له یوه ساحل څخه تر بل ساحله پورې متحد پاتې شوی دی.»
البرټا، چې د نړۍ د نفتو د ثابتو زېرمو څلورمه لویه برخه په کې ده، له اوږدې مودې راهیسې د کاناډا له فدرالي حکومت څخه ناخوښه ده؛ خو دغې ناخوښۍ په دودیز ډول د خپلواکۍ لپاره د پراخ ولسي ملاتړ بڼه نه ده خپله کړې.
د بېلتون د وړاندیز له ظاهري ماتې سره سره، د خپلواکۍ پلویانو ویلي، چې دوی توانېدلي یوه څنډې ته پاتې موضوع په داسې خوځښت بدله کړي، چې ښایي په نږدې راتلونکي کې له منځه ولاړ نه شي.
د البرټا د بېلتون یو ملاتړي، جېف راث، تر دې وړاندې ویلي وو، چې که د دې ایالت ۳۰ سلنه خلک د بېلتون د بهیر د پیل په ګټه رایه ورکړي، نو دی به ډېر خوشحاله شي.
هغه د البرټا د متحد محافظهکار ګوند د مشرې په توګه د ډانیل سمیت د لرې کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې ښایي دغه ګوند ووېشل شي او په پایله کې یې د خپلواکۍ پلوی نوی ګوند رامنځته شي.
د البرټا بېلتونپال د کاناډا د فدرالي حکومت د چاپېریالي سیاستونو او د نفتو او ګازو پر صنعت د وضع شویو مقرراتو مخالف دي. دوی د طبیعي سرچینو د عوایدو له وېش څخه ناخوښ دي او وایي، چې مرکزي حکومت د دې ایالت د شتمنۍ د پام وړ برخه ترلاسه کوي، خو په بدل کې یې البرټا ته متناسبه ونډه نه ورکوي.
دوی همداراز نیوکه کوي، چې د کاناډا په فدرالي حکومت کې د پرېکړو پر مهال د البرټا سیاسي او اقتصادي ګټې او غوښتنې په دوامداره توګه له پامه غورځول کېږي.
