اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د «تبعیضي سیاستونو» د بېقیدوشرط لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
دې ټولنې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د بشري حقونو سرغړونې، په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې سخت جنسیتي تبعیض، غندي.
د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي، چې دغه اقدامات په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو د ګډون د سخت محدودولو او د زدهکړې، کار او د تګ راتګ د ازادۍ په ګډون د هغوی له بشري حقونو څخه د محرومولو له لارې د دوی وضعیت لا خراب کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي: «اروپايي ټولنه په ۲۰۲۶ کال کې د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت د لا خرابېدو په اړه ژوره اندېښنه لري؛ په ځانګړې توګه د دې حقیقت له امله چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې له شپږم ټولګي پورته له عمومي زدهکړو محرومې دي. دې وضعیت له ۲.۲ میلیونو څخه زیاتې نجونې اغېزمنې کړې دي. موږ د دغو تبعیضي سیاستونو د بېقیدوشرط لغوه کولو غوښتنه کوو.»
دا اعلامیه په اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) او د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ له لوري، په افغانستان کې د یونسکو د فعالیتونو په تړاو خپره شوې ده.
اروپايي ټولنې د ښځو او نجونو لپاره د زدهکړو د بدیلو لارو په برابرولو کې د یونسکو له هڅو مننه کړې او ویلي یې دي، چې «که څه هم په اوسنیو شرایطو کې دغه فرصتونه اړین دي، خو د رسمي، ټولشموله او باکیفیته زدهکړو ځای نه شي نیولی.»
دې بنسټ زیاته کړې، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې له یونسکو سره په همکارۍ، په افغانستان کې د مهارتونو د پراختیا او د سواد زدهکړې له لارې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د ۴.۷ میلیونه یورو په ارزښت یوه پروژه پیل کړې ده.
اروپايي ټولنې ویلي، چې د خپلواکو رسنیو او مدني ټولنې د سازمانونو لپاره د تړلي او له خطرونو ډک چاپېریال له شتون سره سره، د افغانستان له خپلواکو رسنیو، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې له فعالو بنسټونو او د بشري حقونو له مدافعانو څخه به خپل کلک ملاتړ ته دوام ورکړي.
اروپايي ټولنې همداراز د افغانستان د کلتوري میراث پر وړاندې د شته ګواښونو، د غیرقانوني کېندنو د دوام، د کلتوري اثارو د ناقانونه قاچاق او د کلتوري برخې د کارکوونکو، په ځانګړې توګه د ښځینه کارکوونکو د امنیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
