د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر یې بشپړ کړی او دغه روغتونونه یې د خدمتونو د کیفیت له مخې په درېیو کټګوریو، «A، B او C» وېشلي دي. د دې وېش پر بنسټ به د روغتونونو لپاره د خدمتونو بیې هم وټاکل شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو ریاست اجرائیوي رییس، سیفالله معاویه، نن (سهشنبه، د میزان ۲۸مه) په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې د دغه بهیر په ترڅ کې یې په کابل کې ۱۱۵ خصوصي روغتونونه ارزولي، چې یوازې دوه روغتونونه د «A» درجې ته رسېدلي دي.
هغه زیاته کړه، چې نهه روغتونونه د «B» او ۳۹ نور د «C» درجې په کتار کې راغلي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت دغه چارواکي وویل، چې پاتې ۶۵ روغتونونه په دې ارزونه کې د هېڅ درجې په ترلاسه کولو بریالي شوي نه دي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي، په دې غونډه کې وویل، چې دغه ارزونه د خلکو د هغو شکایتونو پر بنسټ د عامې روغتیا وزارت د یوې ډلې له خوا ترسره شوې، چې د روغتیايي خدمتونو د ټیټ کیفیت او لوړو بیو په اړه یې درلودل.
هغه وویل، هغه روغتونونه چې د «A» درجه یې ترلاسه کړې، ټول یا ډېری معیارونه یې پوره کړي دي؛ خو نوموړي څرګنده نه کړه، چې دغه معیارونه څه دي او څنګه ټاکل شوي دي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال وویل، خصوصي روغتونونه کولای شي د خپلو خدمتونو د کیفیت په لوړولو سره له ټیټو درجو څخه لوړو درجو ته پورته شي.
نوموړي د دې درجهبندۍ موخه د خصوصي روغتونونو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځته کول، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول، ناروغانو ته د پاملرنې ښه کول او خلکو ته د معیاري او غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابرول وبلل.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي، هم ویلي، چې د دې درجهبندۍ له لارې به د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه، بیې کنټرول او د سالمې سیالۍ زمینه برابره شي.
د افغانستان اوسېدونکي تل په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د ټیټ کیفیت په اړه شکایتونه کوي. له همدې امله هر کال زرګونه افغانان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي.
