څلورو اسلامي هېوادونو، ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د همکاریو د پراختیا او دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره یو تړون لاسلیک کړ.
د رویټرز د راپور له مخې، د ترکیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې د «بدر تفاهملیک» نن د چهارشنبې په ورځ (د میزان ۲۹مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوی دی.
دغه وزارت ویلي، چې دا تړون د پام وړ اقتصادي اهمیت لري او موخه یې د پوځي تولیداتو په برخه کې د همکاریو پیاوړتیا، د پوځي وړتیاوو لوړول او د پوځي تخنیکي زدهکړو، څېړنې او پراختیا په برخو کې د همکارۍ اسانتیا ده.
د ترکیې دفاع وزارت زیاته کړې: «دغه نوښت د هر هېواد د پوځي تولید ځانګړو وړتیاوو په کارولو سره، همکاري او یوځایوالی اسانه کوي، د دفاعي صنایعو ظرفیتونه لوړوي او د متحدو او دوستو هېوادونو د اړتیاوو پوره کولو زمینه برابروي.»
د ترکیې د دفاعي صنایعو د ادارې مشر، لوک ګورګون ویلي، د ده په باور، دغه تفاهملیک به د قطر، پاکستان، اندونیزیا او ترکیې د وړتیاوو په مشخصو او عملي پروژو بدلولو کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې، چې دا تړون د ګډو تولیداتو او ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره د یوې «ستراتیژیکې همکارۍ» بنسټ ږدي.
ترکیه، چې د ناټو دویم لوی پوځ او پیاوړی دفاعي صنعت لري، د فارس خلیج له هېوادونو، په ځانګړي ډول قطر سره، چې ترکیه پکې پوځي اډه لري، د دفاعي سیستمونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
ترکیې او پاکستان د روان میلادي کال په اګست میاشت کې له سعودي عربستان سره یو بل تړون هم لاسلیک کړی و، چې د «مکې تړون» په نوم یاد شوی دی. د دغه تړون له مخې، پر دغو دریو هېوادونو له یوه هر یوه برید، پر نورو دوو هېوادونو هم برید ګڼل کېږي.
