عراقچي: امریکا له ایران سره تفاهم ته هېڅ لېوالتیا نه ده ښودلې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، امریکا له ایران سره تفاهم ته هېڅ لېوالتیا نه ده ښودلې او په ورته وخت کې خپلو ګواښونو او د تاوتریخوالي زیاتولو ته دوام ورکوي.

عراقچي په هغې مقالې کې چې نن د چهارشنبې په ورځ (د میزان ۲۹مه) په فایننشل ټایمز خپره شوې، لیکلي چې له دغو شرایطو سره سم، «په اوسنیو شرایطو کې د خبرو اترو د پرمختګ تمه کولو لپاره ډېر لږ دلایل شته».

هغه زیاته کړې: «ایران په کلکه هڅه کوي چې د دې شخړې لپاره یوه سوله‌ییزه او له عزت سره مل حل‌لاره ومومي؛ خو په ورته وخت کې د خپل ځان د دفاع لپاره هم بشپړ چمتووالی لري.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دوام کې لیکلي، چې د پرمختګ لپاره یوه لاره شته، خو دا پرمختګ یوازې هغه مهال شونی دی چې د امریکا حکومت په رښتینې توګه ومني چې پوځي انتخاب ورته نه دی پاتې.

هغه خبرداری ورکړی: «که امریکا یو ځل بیا ډیپلوماسۍ ته د پوځي اقدام ترجیح ورکړي، په بشپړ ډاډ سره ویلای شم چې پایله به یې ستراتیژیکه ماتې وي، او دا ماتې به تر پخوا ډېره لویه وي.»

عراقچي د خپلې مقالې په پای کې لیکلي، چې ایران چمتو دی ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړي؛ خو په دې شرط چې داسې پیاوړي شواهد وویني چې امریکا په رښتینې توګه د یوې عادلانه او له عزت سره د حل‌لارې د موندلو اراده لري، څو دا شخړه د تل لپاره پای ته ورسېږي.

دا مقاله تهران ته د پاکستان د پوځ او وسله‌والو ځواکونو د مشر عاصم منیر له سفر او له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د هغه د لیدنې یوه ورځ وروسته خپره شوې ده.

پاکستان له قطر سره یوځای د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو منځګړیتوب کوي. ویل کېږي چې تهران ته د عاصم منیر سفر د تهران او واشنګټن ترمنځ د پیغامونو د لېږدولو او د دواړو لورو د بېرته خبرو مېز ته د ستنېدو د هڅو په موخه ترسره شوی دی.

ایراني چارواکو د پاکستان د پوځ له مشر سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې پر امریکا هېڅ باور نه لري او امریکا باید د باور د رامنځته کولو لپاره د ایران شرطونه ومني.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته