د یوې څېړنې موندنې ښيي، چې د افغانستان د کلیوالي سیمو نیمایي وګړي له نږدې فعال بازار څخه تر یوه ساعت ډېر واټن لري.
دغه څېړنه د «افغانستان د کلیوالي بازارونو فرصتونه» تر سرلیک لاندې ترسره شوې او پایلې یې د «د افغانستان لپاره معلومات» (Data for Afghanistan) پلاتفورم د مرکز له خوا خپرې شوې دي.
د څېړنې د موندنو له مخې، د افغانستان فعال بازارونه تر ډېره د ولایتونو په مرکزونو او لویو ښارونو کې متمرکز دي. په دغو بازارونو کې هغه ۴۰ بازارونه هم شامل دي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) یې څارنه کوي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، د کلیوالي سیمو نیمایي اوسېدونکي، یعنې له ۲۵.۴ میلیونه کلیوالو وګړو څخه ۱۲.۳ میلیونه یې، د سړک له لارې تر نږدې فعال بازار پورې له ۶۰ دقیقو ډېر واټن لري.
دغه څېړنه د نویو بازارونو د جوړولو لپاره د بېلابېلو ځایونو وړاندیز کوي، څو د کلیوالي تولیدوونکو او کورنیو کاروبارونو د پلورونکو او پېرودونکو ترمنځ د تګ راتګ وخت راکم شي او په پایله کې په افغانستان کې سوداګري او د کارموندنې فرصتونه زیات شي.
په دې څېړنه کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بازارونو د جوړولو لپاره ۹۶ ځایونه وړاندیز شوي دي. د څېړنې د لیکوال د اټکل له مخې، د دغو بازارونو په جوړېدو سره به ۶.۶ میلیونه کسان له بازار څخه د یوه ساعت په واټن کې ځای پر ځای شي.
د څېړنې د یوې احتمالي سناریو له مخې، د ۹۶ کلیوالي بازارونو د شبکې په جوړېدو سره به ۸۹۸ زره تولیدوونکو کورنیو ته د سوداګرۍ فرصتونه برابر شي او هغوی به وکولای شي په کال کې شاوخوا ۲۰۸ میلیونه ډالره راکړه ورکړه وکړي.
د څېړونکي په وینا، د دغو بازارونو په جوړېدو سره به شاوخوا ۶ زره او ۵۴۶ مستقیم کاري فرصتونه رامنځته شي. په دې دندو کې سوداګر، باروړونکي، تلونکي، پاککاران، ساتونکي او مدیران شامل دي.
همداراز، تمه کېږي چې د ترانسپورټ، محصولاتو راټولولو او بستهبندۍ په برخو کې به شاوخوا ۱۰ زره او ۴۷۴ غیرمستقیم کاري فرصتونه هم رامنځته شي.
