مکرون د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې له سعودي عربستان سره د پیوستون څرګندولو لپاره ریاض ته ولاړ

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون په یوه نااعلان شوي سفر سعودي عربستان ته تللی او د دغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې لیدلي او خبرې کړې دي.

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ نن (چهارشنبه، د میزان ۲۹مه) اعلان کړی چې دغه سفر د سعودي عربستان له پاچاهۍ سره د فرانسې د پیوستون څرګندونه کوي، ځکه چې دغه هېواد د حوثیانو له بریدونو سره مخ دی.

مکرون لومړنی لوېدیځ مشر دی چې پر سعودي عربستان د حوثیانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته دغه هېواد ته سفر کوي او له ولیعهد سره یې لیدنه کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس د یوه خبریال په حواله لیکلي چې مکرون له بن سلمان سره د لیدنې په ځای کې شاوخوا درې ساعته تېر کړي دي.

د دغه رسنۍ د راپور له مخې، د الیزه ماڼۍ ویلي چې مکرون او بن سلمان هوکړه کړې چې سعودي عربستان به فرانسې ته «د اړتیا تر هرې مودې پورې» اضافي ډیزل ولېږي.

د الیزه ماڼۍ زیاته کړې چې دواړو لورو هوکړه کړې چې د امنیتي همکاریو د پراخولو او د هرمز تنګي د بدیلې لارې په موخه د زیربنايي پروژو په اړه هم مشورې وکړي.

سعودي عربستان ته د مکرون سفر د خلیج هېوادونو ته د هغه د سفر یوه برخه ده. نوموړی په دې سفر کې د نفتو د صادراتو او د تېلو د بیو د راټیټولو په اړه خبرې کوي؛ دا موضوع په فرانسه کې د تېرې اوونۍ د پای د تاوتریخجنو لاریونونو له لاملونو څخه هم بلل شوې ده.

مکرون تر دې مخکې اعلان کړی و چې فرانسې د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان په ینبع ښار کې د نفتو د ترمینل د ساتنې لپاره خپل ځواکونه استولي دي. خو هغه په ورته وخت کې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د خبرو اترو پر بیا پیل ټینګار کړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته