د تېلو بیه یو بېرل ته ۱۱۱ ډالرو ته ورسېده

پر سعودي عربستان د حوثیانو د بریدونو د دوام او په منځني ختیځ کې د ترینګلتیا له امله، نن (پنجشنبه، د میزان ۳۰مه) د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې.

د شمالي سمندر د برنټ خام تېلو بیه ۲.۳ سلنه لوړه شوې او یو بېرل یې ۱۱۱.۳۳ ډالرو ته رسېدلی دی. همدارنګه، د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خام تېلو بیه ۲.۲ سلنه لوړه شوې او یو بېرل یې ۹۹.۲۷ ډالرو ته رسېدلی دی.

د یمن حوثیانو د سعودي ارامکو شرکت پر یوه نفت‌پاڼه او د دمام ښار پر ملک فهد نړیوال هوايي ډګر بریدونه کړي دي.

امریکا هم په سعودي عربستان کې د خپل سفارت غیرضروري کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته امر کړی چې دغه هېواد پرېږدي. دا پرېکړه پر سعودي عربستان د حوثیانو د پرله‌پسې او مرګونو بریدونو له امله شوې ده.

په عین حال کې، د وال سټریټ د سترو شرکتونو د بېلابېلو مالي راپورونو له خپرېدو وروسته، د اسیا د ونډو بازارونو یو ځل بیا نزولي بهیر پیل کړی دی.

د مصنوعي ځیرکتیا له برخې سره تړلي شرکتونه د جون په میاشت کې د تاریخي ریکارډونو له ثبتولو راهیسې لا هم له سختو بیو بدلونونو سره مخ دي.

د برېښنايي موټرو جوړوونکي شرکت ټېسلا د جولای څخه تر سپټمبر پورې په درې‌میاشتنۍ موده کې د خپلې ګټې د کمېدو خبر ورکړی او د روان کال لپاره یې د پانګیزو لګښتونو اټکل هم راټیټ کړی دی.

برعکس، مېټا شرکت، چې د فېسبوک مورنی شرکت دی، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د خپلو اټکلي لګښتونو اندازه لوړه کړې ده.

دغه راپورونه په داسې حال کې خپاره شوي چې پانګه‌وال د مصنوعي ځیرکتیا د ودې او اقتصادي غوړېدا د راتلونکي په اړه اټکلونه کوي.

شنونکي وايي، بازارونه په دواړو حالتونو کې اغېزمنېږي؛ یعنې هم هغه مهال چې شرکتونه خپل لګښتونه زیاتوي او هم هغه مهال چې خپل لګښتونه کموي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته