د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د دې ډلې له جنګیالیو غوښتي چې له «قومپالنې او انډیوالۍ» څخه ډډه وکړي.
د طالبانو ویاندویانو ویلي چې د دې ډلې مشر دغه څرګندونې په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو ته د خپلې وینا پر مهال کړې دي.
ملا هبتالله د طالبانو جنګیالیو ته ویلي دي: «په خپلو منځونو کې یووالی او اتفاق وساتئ او له قومپالنې او انډیوالۍ څخه ډډه وکړئ. خپلې شخصي ګټې د نظام لپاره قرباني کړئ او تقوا او دینداري خپله کړئ.»
د طالبانو مشر تل په خپلو ویناوو کې د دې ډلې په لیکو کې پر یووالي او اتفاق او له قومپالنې څخه پر ډډه کولو ټینګار کوي؛ خو د طالبانو منتقدین د دې ډلې د حکومت جوړښت د قومپالنې او قومي انحصار یوه څرګنده بېلګه بولي.
اوس مهال د طالبانو د حکومت چارواکي او کارکوونکي ټول د دې ډلې غړي دي او ډېری یې پښتانه دي. له بلې خوا، په دې حکومت کې د غیرپښتنو لږکیو د ناخوښۍ په اړه هم په وار وار راپورونه خپاره شوي دي.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې، سره له دې چې دغه راپورونه یې رد کړي، لږ تر لږه دوه ناراضي غیرپښتانه قوماندانان له منځه وړي دي.
د طالبانو مشر د خپلې وینا په دوام کې د دې ډلې له غړو غوښتي چې د بیتالمال، موټرو او وسلو په کارولو کې ډېر احتیاط وکړي او له هغو څخه ناسم او بېځایه کار وانخلي.
هغه سپارښتنه کړې چې د طالبانو غړي باید لمونځ په غوره توګه ادا کړي او ټول ارکان او شرطونه یې پر ځای کړي.
د طالبانو مشر ویلي دي: «مجاهد باید د دین په ټولو برخو کې معلومات ولري او اسلامي اخلاق او آداب په خپل ځان کې عملي کړي، ځکه خلک له دوی څخه پیروي کوي.»
د طالبانو جنګیالي، چې دغه ډله یې مجاهدین بولي، ډېری یې نالوستي یا د دیني مدرسو فارغان دي.
دې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د شریعت تر نوم لاندې سخت محدودیتونه لګولي دي؛ داسې محدودیتونه چې د راپور له مخې، په نورو اسلامي هېوادونو کې یې ساری نه لیدل کېږي.
