د سایبري امنیت یوې کمپنۍ اعلان کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د «پياېچپي» (PHP) پروګراملېکنې په ژبه کې د دوو جدي امنیتي نیمګړتیاوو تر موندلو وروسته، په ټوله نړۍ کې یې د دولتي وېبپاڼو او شرکتونو پر وېبپاڼو د هک کولو میلیونونه هڅې ثبت کړې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د «کلاوډفلېر» شرکت اجرائیوي مشر، متیو پرنس، ویلي چې د دغو امنیتي نیمګړتیاوو له عامه اعلان وروسته په لومړیو ۴۵ دقیقو کې د وېبپاڼو د هک کولو هڅې لسګونو زرو ته ورسېدې، په دوو ساعتونو کې سلګونو زرو ته لوړې شوې او اوس میلیونونو ته رسېدلې دي.
د «پياېچپي» پروګراملېکنې ژبې پراختیاکوونکو پرون د هغو امنیتي نیمګړتیاوو د لرې کولو لپاره بېړنۍ اصلاح شوې نسخې خپرې کړې چې کلونه کلونه په دې سافټویر کې پټې پاتې وې او په پای کې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته وموندل شوې. هغوی له کاروونکو وغوښتل چې خپلې وېبپاڼې «سمدستي» تازه کړي.
له دې اعلان وروسته، په اروپا او د نړۍ په نورو سیمو کې ځینو حکومتونو د احتیاطي اقدام په توګه ځینې وېبپاڼې له لاسرسي وایستلې. په ورته وخت کې، د وېبپاڼو چلوونکو په بیړه هڅه کوله چې پر دې سافټویر ولاړ خپل سیسټمونه خوندي کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، له توکیو څخه تر هېلسینکي پورې د وېبپاڼو، بانکي خدمتونو، هوايي شرکتونو، اورګاډي، مالیاتي ادارو او دولتي دفترونو بېړنۍ تړل کېدو وښوده چې عامه او سوداګریز سیسټمونه تر کومې کچې پر دې سافټویر متکي دي او د داسې امنیتي نیمګړتیاوو له افشا کېدو وروسته د هغو ژر اصلاح کول څومره ستونزمن دي.
د مایکروسافټ اجرائیوي مشر، ساتیا نادیلا، نن د جرمني په کولن ښار کې د یوې غونډې پر مهال وویل: «زه پوهېږم چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او امنیت د ټولو متخصصانو لپاره شپه او ورځ اوږده وه… ډېر وخت کېږي چې له داسې څه سره نه وم مخ شوی.»
هغه وویل چې دې پېښې د داسې ډیجیټلي سیسټمونو د جوړولو اهمیت څرګند کړ چې په خوندي ډول یې ساتنه او نوي کول ممکن وي.
«پياېچپي» څه شی دی؟
پياېچپي یوه پروګراملېکنې ژبه ده چې د وېبپاڼو د چلولو لپاره کارول کېږي او په شالید کې فعالیت کوي. کله چې یو کاروونکی یوه وېبپاڼه پرانیزي، هغه سرور چې پياېچپي پرې چلېږي، د پاڼې محتوا چمتو کوي او وروستۍ بڼه یې د کاروونکي وېببراوزر ته لېږي.
پياېچپي وړیا او د پرانیستې سرچینې سافټویر دی. د دې ژبې ساتنه او پراختیا رضاکاران پر مخ وړي او د وېبپاڼو خاوندان معمولاً په مستقیم ډول ورسره کار نه لري.
د وېبټکنالوژیو د څارونکې کمپنۍ «ډبلیو۳ټېک» (W3Techs) د شمېرو له مخې، پياېچپي په نږدې ۷۰ سلنه هغو وېبپاڼو کې کارول کېږي چې پروګراملېکنې ژبه یې د پېژندلو وړ ده.
دا ژبه د «ورډپرېس» سافټویر د فعالیت بنسټ هم جوړوي. د نړۍ شاوخوا ۴۰ سلنه ټولې وېبپاڼې، چې بلاګونه، د کوچنیو سوداګریو وېبپاڼې، دولتي وېبپاڼې، انلاین پلورنځي او خبري وېبپاڼې پکې شاملې دي، د همدې سافټویر په وسیله جوړې شوې دي.
امنیتي نیمګړتیاوې څنګه وموندل شوې؟
د «اوپنایآی» شرکت په وینا، د «کلیف» (Cleaf) امنیتي کمپنۍ څېړونکو، چې له اوپنایآی سره یې همکاري کوله، لومړنۍ امنیتي نیمګړتیا د «جيپيټي ۵.۶ سول» مصنوعي ځیرکتیا ماډل په مرسته وموندله او د اګست په ۱۱مه یې د پياېچپي د پراختیا ټیم ته راپور ورکړ.
د سایبري امنیت «وېز» (Wiz) کمپنۍ، چې د ګوګل د مورني شرکت «الفابېټ» ملکیت دی، دغه نیمګړتیاوې په خپلواکه توګه کشف کړې او د اګست په ۲۴مه یې د دویمې نیمګړتیا راپور ورکړ. دې کمپنۍ هم د مصنوعي ځیرکتیا له ماډلونو کار اخیستی و.
وېز کمپنۍ اعلان کړی چې دغه موندنې «په پياېچپي او ښايي د سافټویر په تاریخ کې د کشف شویو تر ټولو جدي امنیتي نیمګړتیاوو له ډلې دي».
د دې کمپنۍ په وینا، د دغو نیمګړتیاوو بنسټیز لاملونه څو لسیزې په سافټویر کې موجود وو؛ خو د دې ثابتول چې په رښتیا ترې ناوړه ګټه اخیستل کېدای شي، د پېچلو پړاوونو یوې لړۍ ته اړتیا درلوده. د دغو پړاوونو بشپړول د انساني څېړونکو د عملي وړتیاوو په سرحد کې وو.
څېړونکو دغو دوو امنیتي نیمګړتیاوو ته د جديوالي له مخې له ۱۰ څخه ۹.۲ نمرې ورکړې دي.
د اروپايي ټولنې د سایبري امنیتي پېښو پر وړاندې د غبرګون ډلې، چې «سرت-اییو» (CERT-EU) نومېږي، ویلي چې دغه نمره د «له لرې واټنه او له هویتتایید پرته د کوډ د اجرا کولو» امکان ښيي. یعنې بریدګر کولای شي د انټرنېټ له لارې، پرته له دې چې پټنوم یا کارنحساب ته اړتیا ولري، پر یوه زیانمن سرور امرونه اجرا کړي.
د وېبپاڼو د کوربهتوب شرکت «ګوډېډي» (GoDaddy) اعلان کړی چې د دغو بریدونو احتمالي پایلې د معلوماتو غلا، د وېبپاڼو د محتوا بدلون یا د ټول سیسټم له خطر سره مخ کېدل کېدای شي.
د اروپايي ټولنې د سایبري امنیتي پېښو پر وړاندې د غبرګون ډلې سپارښتنه دا ده چې اغېزمنې وېبپاڼې په لنډمهاله توګه له لاسرسي وایستل شي، څو د بریدونو پر وړاندې زیانمنې پاتې نه شي.
