د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په فرانسه کې په انسانانو کې د «شاموندا» ویروس د اخته کېدو لومړۍ پېښه ثبت شوې ده. دغه ویروس تر دې وړاندې یوازې په حیواناتو کې پېژندل شوی و، او په دې ویروس اخته کس هم مړ شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر، تېدروس ادهانوم ګبریسوس، نن (پنجشنبه، د میزان ۳۰مه) د دې خبر د اعلان پر مهال د قرباني له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه ویلي، چې ناروغ د معافیت له کمزورۍ سره مخ و، او دې حالت هغه د انتان او سختې ناروغۍ پر وړاندې لا زیانمن کړی و.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي، چې د شاموندا ویروس تر ډېره حیوانات، لکه غواګانې، پسونه، وزې او آسونه، اخته کوي.
د هغه په وینا، داسې انګېرل کېږي چې دغه ویروس د وړو مچانو د یوې نوعې، چې د چیچونکو مچانو یا خورا کوچنیو مچانو له کورنۍ څخه دي، د چیچلو له لارې د حیواناتو ترمنځ لېږدېږي؛ خو د دې ویروس د لېږد د څرنګوالي د بشپړ درک لپاره لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده.
تېدروس ادهانوم ویلي، چې فرانسوی ناروغ په داسې سیمه کې اوسېده چېرې چې د شاموندا ویروس په حیواناتو کې خپور و او د ویروس لېږدوونکي واړه مچان هم په هغه سیمه کې موجود وو.
هغه زیاته کړې، چې د روغتیا نړیوال سازمان له فرانسوي چارواکو سره په اړیکه کې دی. دغه چارواکي اوس د معلوماتو په راټولولو بوخت دي، څو په انسانانو کې د دې ویروس د لومړۍ پېښې سرچینه، د لېږد احتمالي لارې او د عامې روغتیا لپاره هر ډول احتمالي خطرونه په ښه توګه وپېژني.
