نیویارک ټایمز: د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د طالبانو له وسله‌والو مخالفانو سره لیدلي دي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو له مشرانو سره لیدنې کړې دي، څو له دغو ډلو څخه د احتمالي ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

دې رسنۍ په هغه راپور کې چې نن (پنجشنبه، د میزان ۳۰مه) خپور شوی، دا موضوع د پاکستان د یوه استخباراتي چارواکي، د افغانستان د ملي امنیت د یوه پخواني چارواکي او د طالبانو د یوه مخالفې وسله‌والې ډلې د یوه لوړپوړي غړي له قوله راپور کړې ده.

نیویارک ټایمز په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او نه یې د هغو وسله‌والو ډلو د مشرانو هویت څرګند کړی چې په دغو لیدنو کې یې ګډون کړی و.

طالبانو په وروستیو میاشتو کې څو ځله ادعا کړې چې پاکستان د دوی د وسله‌والو مخالفو ځواکونو ملاتړ کوي؛ خو پاکستاني چارواکو دا ادعاوې بې‌بنسټه بللې دي.

طالبانو په مشخص ډول د روانې لمریزې میاشتې په لومړیو کې، په نورستان کې د کامدېش ولسوالۍ له نښتو وروسته، ادعا وکړه چې «د شر او فساد فتنه‌ګر او داعش» د پاکستان د پوځي رژیم په ملاتړ دې ولایت ته داخل شوي وو.

خو د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي چې د دې جبهې ځواکونو د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې له طالبانو سره جګړه کړې او ځینې سیمې یې هم نیولې دي.

د دغو نښتو په پایله کې دواړو لورو ادعا کړې چې یو بل ته یې درانه تلفات اړولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته