د ملګرو ملتونو کارپوهان له اروپايي هېوادونو غواړي چې افغان کډوال بېرته افغانستان ته نه شړي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو اروپايي ټولنې ته د غړو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته افغانستان ته د لېږلو د راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او هغو اقداماتو په اړه یې خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدو لامل کېدای شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په هغې اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۳۰مه، خپره شوې، د بشري حقونو او کډوالو د حقونو په برخه کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ژمنو ته په اشارې، د «خطر ځای ته د اجباري نه ستنولو» پر اصل ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت «ناوړه» بللی او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو د حقونو نقض دومره پراخ او سیستماتیک دی چې ښايي د «بشریت پر ضد جنایت» په کچه وي.

دوی زیاته کړې چې په افغانستان کې د بشري حقونو نورې جدي سرغړونې هم کېږي؛ په دې کې د قومي او مذهبي لږکیو، د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو، د جنسي او جنسیتي لږکیو او د افغانستان د پخوانیو چارواکو او امنیتي ځواکونو د غړو شکنجه او له قضايي بهیر پرته وژنې شاملې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، د نړیوالو قوانینو له مخې، د اجباري نه ستنولو اصل هر هغه کس داسې هېواد ته له لېږلو منع کوي چې هلته د ژوند له حق څخه د خپل‌سري محرومیت، شکنجې، ظالمانه، غیرانساني یا سپکوونکي چلند، جبري ورکېدو، خپل‌سرې نیونې، له عدالت څخه د څرګند محرومیت یا د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخ کېدای شي.

دوی ویلي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه باید د شکنجې او نورو ظالمانه، غیرانساني یا سپکوونکو چلندونو او مجازاتو پر ضد د کنوانسیون، د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق، د کډوالو د وضعیت اړوند کنوانسیون او د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ساتنې د اروپايي کنوانسیون له مخې د اجباري نه ستنولو اصل رعایت کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې:

«هېوادونه باید د هر شخص له بېرته لېږلو مخکې د هغو ځانګړو خطرونو انفرادي ارزونه وکړي چې هغه کس ورسره مخ کېدای شي. اجباري ستنول باید د قانوني تشریفاتو او عادلانه قضايي بهیر له رعایت سره ترسره شي. د منزل هېواد له لوري ورکړل شوي ډیپلوماټیک تضمینونه، لېږونکي هېوادونه له خپلو نړیوالو ژمنو نه معافوي او باید د اجباري نه ستنولو د اصل د کمزوري کولو لپاره د تېښتې د لارې په توګه ونه کارول شي.»

کارپوهانو د روان میلادي کال د جون په میاشت کې بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي سفر ته هم اشاره کړې چې د اروپايي کمېسیون په بلنه ترسره شوی و. دوی د هغو اقداماتو په اړه خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو لامل ګرځي.

دوی یادونه کړې چې د اروپايي کمېسیون ویاند دغه لیدنه «تخنیکي» بللې وه، خو د طالبانو د پلاوي مشر بیا «تاریخي» نومولې وه.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي:

«موږ لا هم اندېښمن یو چې دا ډول تعاملات، پرته له دې چې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره روښانه سرې کرښې وټاکل شي، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او تعقیب، د عادي کېدو لامل شي. له دې سره سره، د اروپايي ټولنې ځینې غړي هېوادونه لا هم له طالبانو سره دا ډول “تخنیکي خبرې” د افغانانو د ایستلو د بهیر د اسانتیا او چمتو کولو په موخه پر مخ وړي او د طالبانو قونسلي چارواکو ته په خپلو هېوادونو کې د فعالیت اجازه ورکوي.»

دوی له اروپايي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره خپلې هڅې او ملاتړ زیات کړي.

کارپوهانو ټینګار کړی:

«تر هغه چې د بشري حقونو په برخه کې څرګند او عملي پرمختګونه نه وي شوي، باید له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو یا هغوی ته د مشروعیت ورکولو هېڅ ډول اقدام ونه شي. په دغو پرمختګونو کې باید له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زده‌کړو د بندیز لغوه کول هم شامل وي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې د دې موضوع په تړاو یې په رسمي ډول له اروپايي ټولنې او د هغې د ځینو غړو هېوادونو له حکومتونو سره اړیکې نیولې دي.

په ورته وخت کې، اروپايي هېوادونو افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته لېږلو په موخه له طالبانو سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي. په دې وروستیو کې فرانسې هم تایید کړې چې په دې اړه له طالبانو سره په تماس کې ده.

تر دې مخکې جرمني له طالبانو سره په دې موضوع هوکړې ته رسېدلی و او تر اوسه یې لسګونه هغه افغانان چې «مجرم کډوال» یې بولي، افغانستان ته شړلي دي.

له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو ایستلو پراخې اندېښنې راپارولې دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې داسې راپورونه خپاره شول چې ځینې زیان‌منونکي کسان افغانستان ته تر ستنېدو وروسته نیول شوي یا وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته