د اتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران د جګړې پر ډیپلوماټیک حل او د هرمز تنګي پر بیا پرانیستلو ټینګار وکړی

د اروپا او منځني ختیځ د اتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په استانبول کې په یوه غونډه کې د ایران د جګړې د پراخېدو د مخنیوي، د ډیپلوماسۍ له لارې د کړکېچ د حل او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د ازادۍ د تأمین پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دغه غونډه نن د جمعې په ورځ (د لړم په لومړۍ نېټه) د ترکیې، پاکستان، سعودي عربستان، مصر، بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون پیل شوه او وروسته د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر هم ورسره یوځای شو.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، د غونډې ګډونوالو د ایران د جګړې، پر سعودي عربستان د حوثیانو د بریدونو، د سمندري لارو د امنیت او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، د غونډې په څنډه کې ویلي: «موږ ټول په دې موافق یو چې پر ایران نوي بریدونه به جګړه په سیمه کې پراخه کړي.»

هغه زیاته کړې: «په ایران کې پوځي مداخله هېڅکله د ستونزې حل نه دی او دا مهال هېڅوک د داسې اقدام ملاتړ نه کوي.»

فیدان ټینګار کړی چې ډیپلوماسي او خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوېل بارو، هم د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د بیا زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

هغه ویلي، دا جګړه «له بایلونکو پرته بل څه نه پرېږدي» او د تېلو او انرژۍ پر بیو به جدي اغېزې ولري.

نوموړي زیاته کړې چې د اتو هېوادونو دغه ډله به له دواړو خواوو د زغم او له پاروونکو اقداماتو څخه د ډډې کولو غوښتنه وکړي؛ ځکه سیمه د جګړې د بیا پراخېدو د زغملو توان نه لري.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر، انتونیو تاجاني، هم ویلي چې د ډیپلوماټیکو هڅو موخه باید د کړکېچ کمول او د بېړیو د تګ راتګ د ازادۍ تضمینول وي.

هغه د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د خبرو اترو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي: «زما په اند، دا ستونزه یوازې د پوځي لارې نه شي حل کېدای.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، یوهان واده‌فول، تر غونډې مخکې ویلي: «موږ اته هېوادونه په ګډه دریځ نیسو؛ موږ دا نه منو چې ایران او د حوثیانو وسله‌والې ډلې دې نړیوال تجارت، د نړۍ د انرژۍ او کیمیاوي سرې اکمالات یرغمل کړي.»

هغه د سمندري تګ راتګ او ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، اېډ میلیبند، دفتر هم تر غونډې مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه د «هرمز تنګي د کړکېچ لپاره د ډیپلوماټیک حل» ملاتړ کوي؛ داسې حل چې د بېړیو د تګ راتګ حقونه او بشپړه ازادي بېرته تأمین کړي.

د هغه دفتر خبرداری ورکړی چې د دې اوبو له لارې د بېړیو تګ راتګ لا هم د جګړې تر مخکینۍ کچې ډېر ټیټ دی.

بل لور ته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورو سیمه‌ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د جلا غونډې په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې محمد اسحاق‌دار، بدر عبدالعاطي او فیصل بن فرحان، له هاکان فیدان سره یوځای، د سیمې د تحولاتو او امنیتي ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغو څلورو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمه‌ییزې همغږۍ پر پیاوړتیا او د تلپاتې سولې او ثبات لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو ټینګار کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته