د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې یې ویلي وو چې د منځمهاله ټاکنو تر مخه به پر ایران برید نه کوي، اوس وايي چې هېواد به یې د ایران پر وړاندې یو بل پوځي عملیات ترسره کړي.
ټرمپ د جمعې په ورځ (د لړم ۱مه) د فلوریډا په یوه ټاکنیزه غونډه کې وویل، که ایرانیان هوکړې ته غاړه کېنږدي، امریکا به پوځي عملیات ترسره کړي.
هغه وویل: «کېدای شي د “حماسي غوسې” په څېر یو بل کوچنی عملیات ترسره کړو، یا به هغوی هوکړې ته ورسېږي.»
ټرمپ زیاته کړه: «که د ایران چارواکي هوښیار وي، په اسانۍ سره به ووایي چې راځئ، نېغ په نېغه اصلي موضوع ته ولاړ شو. خو شک لرم چې داسې به وکړي، ځکه ښايي دومره هوښیار نه وي.»
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ادعا وکړه چې پر ایران یې دروند ګوزار کړی او د دغه هېواد د یورانیمو د غني کولو وړتیا او اقتصاد یې له منځه وړي دي.
هغه د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال له «برجام» اټومي هوکړې څخه د امریکا وتل سم اقدام وباله او ویې ویل چې امریکا د «نیمه شپې څټک» عملیاتو، یا د تېر کال د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال، د ایران د یورانیمو د غني کولو وړتیا له منځه یووړه. د نوموړي په وینا، امریکا د روان کال د «حماسي غوسې» عملیاتو، یا ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال، ایران ته لا درانه زیانونه واړول.
ټرمپ تر دې وړاندې هم له ایران سره د جګړې او سولې په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي. هغه شاوخوا درې اوونۍ مخکې اعلان کړی و چې د نومبر میاشتې پر درېیمه د امریکا د منځمهاله ټاکنو تر مخه به پر ایران بل برید ونه کړي. خو د «حماسي غوسې» په څېر د نویو پوځي عملیاتو په اړه د هغه تازه خبرداری ښايي په سیمه کې کړکېچ نور هم زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او قطر پلاوي تېره اوونۍ تهران ته تللي وو، څو د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د دوام په اړه خبرې وکړي.
همدارنګه، پرون څلورو اسلامي هېوادونو، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر، او څلورو اروپايي هېوادونو، بریتانیا، جرمني، فرانسې او ایټالیا، په استانبول کې ګډه غونډه ترسره کړه.
د ټولو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د کړکېچ پر کمولو، د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر ډیپلوماټیک حللارې او د هرمز تنګي پر بیا پرانیستلو ټینګار وکړ.
