د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد دوه سرتېري په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ډېره اسماعیل خان په سیمه کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات پرون (شنبه، د لړم ۲مه) د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په «زرکاني» سیمه کې د «فتنهالخوارج» (د پاکستاني طالبانو تحریک) د غړو پر وړاندې ترسره شوي دي.
د پاکستان پوځ زیاته کړې چې په دغو عملیاتو کې د دغې ډلې شپږ غړي هم وژل شوي دي. د پوځ په وینا، یاد کسان له هند سره تړلي وو.
د پاکستان پوځ ویلي چې دغو کسانو د امنیتي ځواکونو او د قانون د پلي کوونکو ادارو پر وړاندې په ګڼو «ترهګریزو فعالیتونو» او همدارنګه د «بېګناه ملکي وګړو» په وژنو کې لاس درلود.
د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې، له دغو کسانو څخه یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د دغه هېواد پر یوه ناامنه ایالت بدل شوی او څو ځله د خونړیو ترهګریزو بریدونو شاهد پاتې شوی دی.
د دغو بریدونو مسوولیت ډېری وخت د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) پر غاړه اخیستی دی.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دغه بریدونه د افغانستان له خاورې ترسره کېږي، خو طالبان دا ادعا ردوي.
