د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې د دې قوماندانۍ مشر، براډ کوپر، نن (یکشنبه، د لړم ۳مه) د هرمز تنګي لیدنه کړې ده.
سنتکام لیکلي، براډ کوپر په داسې حال کې چې د «سياېچ-۴۷ شینوک» چورلکې په وسیله د هرمز تنګي پر سر الوتنه کوله، د دغه تنګي اوسنی عملیاتي وضعیت ارزولی او له هغو سرتېرو سره یې لیدلي چې په هرمز تنګي کې د سمندري ماینونو د پاکولو په ماموریت کې ونډه لري.
د سنتکام مشر ویلي: «نن زموږ د ځواکونو د فوقالعاده هڅو له برکته، د هرمز تنګي د تګ راتګ اصلي لارې پاکې شوې او د ایران له سمندري ماینونو څخه خوندي دي.»
هغه زیاته کړې: «موږ لا هم د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د دوام لپاره په جدي توګه هڅې کوو او په دې برخه کې د امریکا د بېلابېلو دولتي ادارو، د خلیج د همکارۍ شورا او د بېړیو چلولو له صنعت سره همکاري کوو.»
سنتکام لیکلي، په وروستیو میاشتو کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونو د «دښمنانه او ناموجه» اقداماتو سربېره، له ۹۵ سلنې څخه زیاتې هغه بېړۍ چې د هرمز له تنګي تېرې شوې دي، په خوندي توګه له دې اوبو لارې تېرې شوې دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې چې د دغو بېړیو تګ راتګ په څرګنده ښيي چې امریکا او سیمهییز شریکان یې پر دې نړیوالې اوبو لارې برلاسي دي.
سنتکام همداراز ادعا کړې چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دې قوماندانۍ د ځواکونو په ملاتړ څه باندې درې زره بېړۍ په بریالیتوب د هرمز له تنګي تېرې شوې دي.
ایراني چارواکو تر اوسه د سنتکام د مشر د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ادعا کوي چې د هرمز تنګی تړل شوی او سوداګریزې بېړۍ یوازې د ایران په اجازه له دې اوبو لارې تېرېدای شي.
په وروستیو ورځو کې د هرمز په تنګي کې پر بېړیو او د تېلو پر ټانکرونو د ګڼو بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
ایراني رسنیو هم د هغو پېښو په اړه څو راپورونه خپاره کړي چې په وینا یې، «سرغړوونکو د تېلو ټانکرونو له سمندري ماینونو سره ټکر کړی او چاودېدلي دي.»
