د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړي چارواکي نن تهران ته سفر کوي

د «مکې دفاعي تړون» د غړو هېوادونو، سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړي چارواکي ټاکل شوې نن (دوشنبه، د لړم ۴مه) په تهران کې له ایراني چارواکو سره وګوري او د سیمه‌ییزې همغږۍ په اړه خبرې وکړي.

رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، دا پلان شوې خبرې به د یمن د حوثیانو له خوا پر سعودي عربستان د بریدونو له زیاتېدو راهیسې د ایران او د مکې دفاعي تړون د درې واړو غړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ لومړنۍ اړیکه وي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري له صداوسیما خبري اژانس سره په خبرو کې تهران ته د مکې ائتلاف د درې واړو غړو هېوادونو د چارواکو سفر تایید کړی دی.

ایران د حوثیانو په پوځي ملاتړ تورن دی. د سیمې هېوادونو او امریکا څو ځله له ایران څخه غوښتي چې د حوثیانو له ملاتړ لاس واخلي. خو ایراني چارواکي وايي چې حوثیان په خپلواکه توګه فعالیت کوي او که دواړه لوري هوکړې ته ورسېږي، تهران چمتو دی چې د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د روان میلادي کال په اګست کې د مکې دفاعي تړون لاسلیک کړ. د دې تړون له مخې، پر هر یوه غړي د وسله‌وال برید په صورت کې، دغه برید پر ټولو غړو شوی برید ګڼل کېږي.

د مکې تړون د غړو هېوادونو وزیران د روانې میاشتې په پیل کې په ریاض کې په یوه بېړنۍ غونډه کې راټول شول او هوکړه یې وکړه چې سعودي عربستان ته د ځواکونو او پوځي امکاناتو د چټک استولو زمینه برابره کړي.

د ترکیې په پارلمان کې د دې تړون د ارزونې او تصویب بهیر تېره اوونۍ پیل شوی او لا هم دوام لري. پاکستان هم تېره اوونۍ دغه تړون تصویب کړ.

پاکستاني چارواکو څو ځله د دې تړون د فعالېدو او سعودي عربستان ته د ځواکونو د استولو خبر ورکړی، خو تر اوسه ترکي او پاکستاني ځواکونه په ښکاره توګه له حوثیانو سره نه دي ښکېل شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته