د انرژۍ د نړیوالې ادارې اجرائیوي مشر فاتح بیرول وايي، د انرژۍ نړیوال بازارونه به راتلونکی میلادي کال هم د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د جګړې له پیل مخکې حالت ته راونه ګرځي.
بیرول نن (دوشنبه، د لړم ۴مه) د سنګاپور د انرژۍ اوونۍ په نړیوال کنفرانس کې دا خبره وکړه.
هغه وویل: «له بده مرغه، زه داسې هېڅ واقعي لاره نه وینم چې د انرژۍ بازارونه دې راتلونکي کال (۲۰۲۷) د دې جګړې له پیل مخکېنیو شرایطو ته بېرته وګرځي.»
فاتح بیرول د نړیوال اقتصاد پر وړاندې د جګړې د پایلو په اړه وویل، چې حکومتونه او شرکتونه باید د دې وضعیت د دوام لپاره چمتووالی ونیسي او «د انرژۍ امنیت» خپل لومړیتوب وګرځوي.
د انرژۍ نړیوالې ادارې مشر د حکومتونو استازي د فوسیلي انرژۍ په سرچینو کې پانګونې ته هم وهڅول او ویې ویل، چې د برېښنا لپاره د تقاضا زیاتوالی د انرژۍ د بېلابېلو سرچینو ترکیب ته اړتیا لري، چې لمریزه، بادي، اوبو، طبیعي ګاز او نورې کمکاربنه ټکنالوژۍ پکې شاملې دي.
فاتح بیرول د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې اټومي انرژي هم د خپلې راتلونکې انرژۍ د سرچینو د یوې برخې په توګه په جدي توګه په پام کې ونیسي.
د هرمز تنګي له ګډوډېدو وروسته د تېلو او ګازو په ګډون د سونتوکو د بیو لوړېدو د نړۍ په بازارونو کې د ډېری توکو پر بیو منفي اغېز کړی دی.
متحده ایالات لا هم د ایران محاصره او اقتصادي بندیزونه روان ساتلي دي. ایران هم د بریدونو او سمندري ماینونو د اېښودلو له لارې د هرمز تنګي تګ راتګ ګډوډوي. د یمن د حوثیانو له خوا د سعودي عربستان پر تېلو او ګازو تاسیساتو بریدونه هم د انرژۍ پر بازار د فشار بله وسیله ده.
پرون د برنټ خامو تېلو بیه په هر بېرل کې ۱۱۶ ډالرو ته ورسېده، خو تېره شپه تهران ته د خبرو لپاره د قطري پلاوي له سفر سره شاوخوا یو سلنه راکمه شوه. سره له دې، د تېلو دغه بیه د ۲۰۲۲ کال راهیسې په اوونیزه کچه بېسارې لوړه ده.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان نن په سنګاپور کې په یوه غونډه کې وویل، چې دغه هېواد د انرژۍ په بازار کې د بیو د لوړېدو او ټیټېدو د اغېزو د کمولو لپاره په سنګاپور کې د خامو تېلو یو ستر زېرمتون جوړوي.
د سعودي عربستان او سنګاپور د انرژۍ وزیرانو اعلان وکړ، چې د جورونګ ټاپو په ځمکلاندې زېرمتونونو کې د خامو تېلو د زېرمه کولو په اړه یې لومړنۍ هوکړه کړې ده.
د جورونګ ځمکلاندې ډبرین زېرمتونونه د ځمکې په ۱۵۰ متري ژوروالي کې موقعیت لري او د شاوخوا یو میلیون او ۴۷۰ زره متر مکعبه خامو تېلو او نورو مایع هایدروکاربني محصولاتو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
دغه ستر زېرمتون به د ۲۰۲۷ کال له دویمې نیمايي څخه د سعودي عربستان د خامو تېلو د یوې برخې په زېرمه کولو سره فعال شي، څو د احتمالي ګډوډیو پر وړاندې د اسیا بازارونو ته د تېلو د عرضې امنیت پیاوړی کړي.
د «ارامکو» انرژۍ شرکت تر دې مخکې په جاپان او سویلي کوریا کې هم د تېلو د زېرمه کولو تاسیسات جوړ کړي دي، څو د عرضې د ګډوډۍ په صورت کې د اسیا بازارونو ته د تېلو رسېدل اسانه شي.
