د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د کابل د قرهباغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې د طالبانو د ځواکونو پر یوه موټر په برید کې د دې ډلې دوه غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
دې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه برید تېره شپه (یکشنبه، د لړم ۳مه) شاوخوا ۸:۳۰ بجې د «کابل ـ شمال» پر عمومي سړک شوی دی.
د افغانستان د ازادۍ جبهې د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
په کابل کې د طالبانو سیمهییزو مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې تر دې مخکې هم څو ځله په کابل کې پر طالبانو د بریدونو خبر ورکړی دی.
طالبان عموماً د خپلو وسلهوالو مخالفو جبهاتو د بریدونو په اړه چوپتیا غوره کوي، خو ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت په اړه په خپلو راپورونو کې د دغو جبهاتو ځینې بریدونه تایید کړي دي.
