د طالبانو د مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډېدو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې دغه راپورونه سم نه دي.
دغه وزارت نن (دوشنبه، د لړم ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې «د معاشونو د ځنډېدو په اړه خپرې شوې اوازې ناسمې دي».
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې «د دغو اوازو په ردولو سره، ډاډ ورکوي چې د دولتي ادارو د درنو کارکوونکو معاشونه به د معمول له مخې او له کومې ستونزې پرته پر خپل وخت ورکړل شي».
خو په همدې حال کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي ادارو سرچینې وايي، چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړه «تر بل امر پورې» ځنډول شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې یوې ادارې د مالي برخې یوې سرچینې پرون اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې طالب چارواکو له کابله د ټولو ولایتونو مستوفیتونو ته امر کړی، چې د ملکي او نظامي کارکوونکو معاشونه دې اوس مهال نه ورکول کېږي.
د طالبانو د مالیې وزارت یوې سرچینې هم تایید کړې، چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو حواله د روان لمریز کال د لړم میاشتې تر لسمې نېټې پورې ځنډول شوې ده.
سرچینې ویلي، چې د دې پرېکړې لامل لا هم روښانه نه دی او طالب چارواکو په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.
طالبانو تر دې مخکې هم څو ځله د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړه ځنډولې ده. په ځینو مواردو کې د معاشونو د ځنډېدو لامل د دې ډلې له بودجوي کمښت سره مخ کېدل بلل شوي دي.
