بقايي تهران ته د قطري منځګړو سفر تایید کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، تهران ته د قطري منځګړو د یوه پلاوي سفر تایید کړی او ویلي یې دي: «دا سفر د هغو خبرو اترو په دوام کې دی چې موږ له سیمه‌ییزو هېوادونو سره لرلې دي؛ هم د دوه‌اړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو د همکاریو په برخه کې او هم د منځګړي په توګه د قطر د رول د ترسره کولو په تړاو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن (دوشنبه، د لړم ۴مه) په یوه خبري غونډه کې وویل: «دا کومه غیرمعمولي خبره نه ده چې په داسې شرایطو کې چې زموږ سیمه له کړکېچ سره مخ ده، سیمه‌ییز هېوادونه هڅه وکړي یو بل ته پیغامونه ولېږدوي او که کوم وړاندیزونه او نوښتونه لري، هغه مطرح کړي.»

هغه زیاته کړه: «دا سفر هم له هغو سفرونو څخه و چې په تېرو څلورو اوونیو کې ترسره شول او قطر هڅه وکړه چې په دې تړاو خپل دریځونه او نظرونه مطرح کړي. دغه سفر هم دوه‌اړخیزه بڼه لرله او هم پکې د منځګړیتوب اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.»

الجزیرې پرون راپور ورکړی و چې قطري منځګړي له امریکې سره د جګړې د پای ته رسولو په موخه له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته تللي دي.

یوه ایراني چارواکي الجزیرې ته ویلي وو چې د دغه پلاوي سفر د کړکېچ د زیاتېدو پر مهال د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو د تبادلې د معمول بهیر یوه برخه ده.

هغه زیاته کړې وه: «د ډیپلوماټیک حل پر وړاندې اصلي خنډ منځګړیتوب نه دی، بلکې د ایران د مشروع غوښتنو منلو ته د امریکا متحده ایالاتو نه چمتووالی او د دغه هېواد له لوري د خپلو ژمنو پرله‌پسې نقضول دي.»

له ایران او امریکا ترمنځ د ګواښونو د زیاتېدو او د بیا جګړې د پیل د احتمال هم‌مهاله، قطري او پاکستاني منځګړو هم خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ او وسله‌والو ځواکونو قوماندان او د ایران او امریکا ترمنځ له اصلي منځګړو څخه یو، عاصم منیر، تهران ته سفر وکړ او له ایراني چارواکو سره یې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته