د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د نیمروز ولایت د پل ابریشم او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د میلک پولې ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته فعال شوی دی.
دغه وزارت نن (دوشنبه، د لړم ۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي: «دا اقدام د ترانزیټي بهیر د اسانتیا، د سوداګریزو توکو د لېږد د چټکتیا او موټرچلوونکو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو په موخه ترسره شوی دی.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې تر دې مخکې هره ورځ له دې لارې ۴۰۰ موټرو تګ راتګ کاوه، خو اوس په ۲۴ ساعتونو کې د وارداتي او صادراتي توکو لېږدوونکي ۸۰۰ موټر له دې لارې تېرېږي.
ایراني چارواکو تر اوسه د دې لارې د ۲۴ ساعته فعالېدو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې د ایران او افغانستان په ګډه اقتصادي غونډه کې پرېکړه شوې وه چې دغه لاره به د یوې میاشتې لپاره ۲۴ ساعته فعاله وي.
افغانستان ته د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، ایران دغه هېواد ته د توکو پر تر ټولو لوی صادرونکي هېواد بدل شوی دی. د دغو توکو د پام وړ برخه د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت له لارې او د میلک ـ پل ابریشم پر مسیر افغانستان ته صادرېږي.
