د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه پاکستاني وسلهوال چې په افغانستان کې مېشت دي، خپل بریدونه «د طالبانو د رژیم تر څارنې لاندې او د هغه په فعال ملاتړ او اسانتیا برابرولو» پلانوي.
دغه وزارت نن (دوشنبه، د لړم ۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغو بریدونو کې زرګونه پاکستاني ملکي وګړي وژل شوي دي او پاکستان نه شي کولای د خپلو ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پرلهپسې په نښه کېدو ته بېپروا پاتې شي.
اسلاماباد پر افغانستان هوايي بریدونه د «ترهګریزو بریدونو» په ځواب کې او د مشروع دفاع د حق د کارولو په چوکاټ کې بللي دي.
دا اعلامیه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغو څرګندونو ته په غبرګون کې خپره شوې، چې نوموړي له یوه امریکايي رسنۍ سره کړې وې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، له سياېناېن سره په مرکه کې ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د پاکستان په بریدونو کې تر زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. ملګرو ملتونو هم د پاکستان په بریدونو کې د ملکي وګړو مرګژوبله تأیید کړې ده.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې ادعاوې بېاساسه او له شواهدو پرته بللې دي. دغه وزارت ویلي: «ناسم معلومات او ګمراه کوونکې روایتونه نه په افغانستان کې د فعالو ترهګریزو شبکو ګواښ پټولای شي او نه هم د افغانستان د طالبانو رژیم له دې مسؤلیت څخه معاف کولای شي، چې د افغانستان د خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره د کارېدو مخه ونیسي.»
دغه وزارت زیاته کړې، چې د پاکستان بریدونه پر افغانستان «د اړتیا د اصولو له مخې او د وروستي انتخاب په توګه ترسره شوي او یوازې او یوازې ترهګریزې ډلې او د هغوی لوژستیکي ملاتړځایونه یې په نښه کړي دي».
د پاکستان په اعلامیه کې راغلي: «د پاکستان ځواب د ګواښ له کچې سره متناسب و او په عین حال کې د هدفونو د تفکیک او احتیاطي اقداماتو اصول په دقیقه توګه مراعات شوي دي. د دغو اقداماتو پراخوالی او کچه د پاکستان زغم څرګندوي؛ په ځانګړي ډول د هغو ترهګریزو بریدونو شدت او تکرار ته په پام سره، چې دغه هېواد ورسره مخ دی. پاکستان د دې خلاف هر ډول ادعا ردوي.»
پاکستان په عین حال کې ویلي، چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې له افغانستان څخه تنظیم شویو بریدونو په پاکستان کې د څه باندې ۳۵۰۰ کسانو د مرګژوبلې لامل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې طالبان لا هم ګڼو ترهګریزو سازمانونو ته پناه ورکوي او هغوی له مجازاتو پرته فعالیت کوي. د دغو ډلو په منځ کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي)، د بلوچستان د ازادۍ پوځ او د هغوی اړوندې ډلې شاملې دي.
د اسلاماباد په وینا، دغه ډلې لا هم په سیمه او له هغې هاخوا د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړهلیکونو او نورو تړلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې د طالبانو رژیم د پاتې راتلو له امله ځوابویونکی وګرځوي. د دغو ژمنو موخه د افغانستان د خاورې د ترهګریزو بریدونو د پیل لپاره د اډې په توګه د کارېدو مخنیوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دغه هېواد «د خپلې خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، امنیت او د پاکستاني وګړو د خوندیتوب لپاره د ټولو اړینو اقداماتو د ترسره کولو حق له ځان سره خوندي ساتي».
د پاکستان او طالبانو ترمنځ، چې پخواني متحدین دي، اختلاف د پاکستان د ناامنۍ او د پاکستاني ډلو، په ځانګړي ډول د ټيټيپي، د فعالیتونو پر سر دی.
پاکستان وايي، دغه ډلې په افغانستان کې حضور لري او د دغه هېواد له خاورې خپل بریدونه پلانوي. اسلاماباد څو ځله له طالبانو غوښتي، چې د پاکستاني وسلهوالو ډلو پر ضد اقدام وکړي؛ خو طالبان په افغانستان کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو شتون ردوي او د پاکستان ناامني د دغه هېواد کورنۍ مسئله بولي.
د پاکستان پوځ څو ځله پر هغو سیمو هوايي بریدونه کړي، چې د دوی په وینا، په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو پناهځایونه دي. خو طالبان او ملګري ملتونه وايي، چې د دغو بریدونو قربانیان ملکي وګړي دي.
طالبان د دغو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کوي. د تېر کال راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې څو ځله نښتې شوې دي.
د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ د کړکېچ له امله د افغانستان او پاکستان پولې تړل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ځنډول شوې ده.
