ګوترش: که لفظي ګواښونه دوام وکړي، ښايي د سیمې وضعیت له کنټروله ووځي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، که د امریکا او ایران ترمنځ متقابل ګواښونه او لفظي ناندرۍ دوام وکړي، ښايي په سیمه کې وضعیت له کنټروله ووځي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي چې نن (دوشنبه، ۴ عقرب) د مصر پلازمېنې قاهرې ته تللی، له امریکا او ایران څخه یې د زغم غوښتنه کړې ده.

هغه خبرداری ورکړی: «که هغه ګواښونه او لفظي ناندرۍ چې اوس یې شاهدان یو، د متقابل او پراخ تاوتریخوالي لامل شي، ښايي په سیمه کې وضعیت له کنټروله ووځي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د ایران پر وړاندې د بریدونو د یوې نوې څپې د احتمال په اړه خبرې کړې دي. ایراني چارواکو هم ویلي، چې د خپل هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا هر ډول تېري ته به له تصور څخه بهر ځواب ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي قاهرې ته د خپل سفر پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو لپاره د شرایطو په برابرولو کې د مصر د منځګړیتوب رول ستایلی دی.

هغه د خپل سفر په ترڅ کې ټینګار کړی، چې د نړیوالو قوانینو له مخې د بېړیو د تګ راتګ حق او ازادي باید د هرمز تنګي، باب‌المندب تنګي او د دغو تنګیو په شاوخوا سیمو کې په بشپړ ډول بېرته تأمین شي.

ایران له امریکا او اسرائیل سره د جګړې له پیل راهیسې د هرمز تنګی تړلی دی؛ خو امریکايي چارواکي اوس ادعا کوي، چې دغه سمندري لاره د سوداګریزو بېړیو پر مخ خلاصه ده.

سربېره پر دې، په یمن کې د حوثیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ترمنځ نښتو د باب‌المندب تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

د هرمز تنګي تړل کېدو، چې د نړۍ د شاوخوا ۲۰ سلنه تېلو د لېږد مهمه لار ده، د نړۍ په کچه د تېلو بیې په څرګند ډول لوړې کړې او د انرژۍ د بحران په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته