د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه سړي لومړی خپله مېرمن په ډزو وژلې او وروسته یې پر ځان هم ډزې کړې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
په کندهار کې یوې سرچینې ویلي، چې دغه پېښه نن (دوشنبه، د لړم ۴مه) د ماسپښین پر مهال د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د منار چوک په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، وژل شوی کس چې اورنګ نومېده، ۳۰ کلن و او اصلي د سرپل ولایت اوسېدونکی و، خو له ډېرې مودې راهیسې یې په کندهار کې ژوند کاوه.
تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل نه دی روښانه شوی او په دې اړه نور جزئیات هم نه دي خپاره شوي.
