د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې څو ساعته وړاندې یوه ستره تېلوړونکې بېړۍ د هرمز تنګي په غیرمجاز سمندري مسیر کې له سمندري ماین سره تر ټکر وروسته چاودلې ده.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران عامه اړیکو ویلي چې دغه ستره تېلوړونکې بېړۍ، چې له دوو میلیونو بېرلو څخه زیات تېل پکې بار دي، د هرمز تنګي په خوله کې پرېښودل شوې او لا هم سوځي.
سپاه پاسداران ویلي چې دا درېیمه تېلوړونکې بېړۍ ده چې نن (جمعه، د لړم ۸مه) د غیرمجاز مسیر له لارې د تېرېدو له امله له چاودنې او اورلګېدنې سره مخ کېږي.
د سپاه پاسداران عامه اړیکو زیاته کړې چې دوه نورې تېلوړونکې بېړۍ هم، چې یوه د هرمز تنګي په ختیځه او بله یې په لوېدیځه برخه کې د غیرمجاز مسیر له لارې د تېرېدو هڅه کوله، له پېښو سره مخ شوې او د تنګي په جنوبي اوبو کې درول شوې دي.
سپاه پاسداران زیاته کړې چې دغو بېړیو خپل ټول د لارښوونې او موقعیت موندنې سیسټمونه بند کړي وو او د امریکا په ملاتړ یې هڅه کوله چې د هرمز تنګي له «غیرمجاز مسیر» څخه ووځي.
د سپاه پاسداران عامه اړیکو ویلي: «له څو ځله راډیويي خبرداریو سره سره، دغو دوو تېلوړونکو بېړیو خبرداریو ته پام ونه کړ، ناامنې سیمې ته ننوتې او له پېښو سره مخ شوې، چې وروسته د هرمز تنګي په جنوبي ساحلونو کې ودرول شوې.»
بلخوا، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې د هرمز تنګي یې له سمندري ماینونو پاک کړی او دغه سمندري لاره اوس د ټولو تېلوړونکو بېړیو او سوداګریزو کښتیو پر مخ خلاصه ده.
