د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له دغه ولایت څخه د ۹۷.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د بینا په وینا، که څه هم د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لارې په بشپړ ډول نه دي پرانیستې او سوداګر له ستونزو سره مخ دي، خو له دې سره سره په یادو شپږو میاشتو کې ۴۳ زره مټریک ټنه توکي له کندهار څخه چین، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته صادر شوي دي.
هغه ویلي، په دغو صادراتو کې وچه او تازه مېوه، حبوبات او کاني مواد شامل دي.
د کندهار د صادراتو اعلان شوې کچه په داسې حال کې ده چې سوداګر لا هم د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو د محدودیتونو له امله له ستونزو سره مخ دي د لارو تړل کېدل او محدودیتونه د صادراتو بهیر ټکنی کړي او سوداګرو ته د لېږد په برخه کې ستونزې جوړي کړي.
