فایق: له طالبانو سره د بشري حقونو په برخه کې له پرمختګ پرته تعامل خطرناک دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق خبرداری ورکړی چې د بشري حقونو په برخه کې له مانادار پرمختګ پرته له طالبانو سره تعامل، د دې ډلې د تبعیضي سیاستونو د عادي کېدو خطر له ځان سره لري.

فایق د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۱مه غونډه کې ټینګار کړی چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل باید د اصولو پر بنسټ وي.

هغه ویلي: «موږ لا هم اندېښمن یو چې د بشري حقونو په برخه کې له مانادار پرمختګ پرته له طالبانو سره د تعامل دوام، د هغوی د تبعیضي سیاستونو د عادي کېدو خطر رامنځته کوي.»

فایق زیاته کړې چې دا تعامل باید د روښانه معیارونو، د اندازه کېدونکو پرمختګونو او د افغانستان د نړیوالو ژمنو د درناوي پر بنسټ وي.

نوموړي ټینګار کړی چې له طالبانو سره سیاسي تعامل باید د افغانستان د ښځو او نجونو د اساسي حقونو په بیه تمام نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په استثنا، د سیمې یو شمېر هېوادونو له طالبانو سره نږدې اړیکې جوړې کړې دي او روسیې ان دا ډله په رسمیت پېژندلې ده. اروپايي ټولنې هم د طالبانو د ډیپلوماټیک پلاوي کوربه‌توب کړی او یو شمېر اروپايي هېوادونه، له نیوکو سره سره، د طالبانو په همکارۍ د افغان کډوالو شړلو ته دوام ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي له هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو ساتنه وکړي او د «په زور نه ستنولو» اصل ته درناوی ولري.

نصیراحمد فایق د افغانستان د بشري حقونو کړکېچ د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له رامنځته شوي سیاسي کړکېچ سره تړلی بللی او ویلي یې دي چې له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره باید د خلکو په مشرۍ سیاسي بهیر رامنځته شي.

هغه له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانانو په مشرۍ د داسې سیاسي بهیر په رامنځته کولو کې مرسته وکړي چې ښځې، ځوانان، لږکي او د مدني ټولنې استازي پکې ماناداره ونډه ولري او پایله یې یو ټول‌ګډونه او ځواب‌ویونکی حکومت وي.

فایق ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله تېر شوي، خو د افغانستان خلک لا هم د داسې یوه «ځپونکي نظام» تر واک لاندې ژوند کوي چې د هغوی د ژوند نږدې ټولو برخو ته یې نفوذ کړی دی.

هغه زیاته کړې: «ښځې او نجونې له تبعیض، جلاوالي او بنسټیز محرومیت سره مخ دي، چې د بشریت پر وړاندې د جنایت بڼه لري. هغوی له زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډون څخه بې‌برخې شوې دي؛ هغه وضعیت چې پر عزت، ژوند او راتلونکي یې ویجاړوونکې اغېزې لري.»

فایق ویلي چې د طالبانو ځپنه یوازې جنسیتي نه ده او ښځې او نجونې یې یوازینۍ قربانیانې نه دي. د نوموړي په وینا، هزاره‌ګان، شیعه‌ګان او نور لږکي، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان، د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي او هغه عادي وګړي چې له طالبانو سره د مقاومت له جبهو سره پر همکارۍ تورنېږي، له خپل‌سرو نیونو، شکنجې، جبري ورکېدو، بې‌ځایه کېدو او له محکمې پرته وژنو سره مخ دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست ویلي چې طالبانو «تبعیضي فرمانونه، پر اساسي ازادیو محدودیتونه، د قانوني ملاتړ له منځه وړل، وېره، ګواښ او حذف» د حکومتولۍ پر وسایلو بدل کړي دي.

هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د هغې وروستۍ پرېکړه‌لیک ستاینه کړې چې په افغانستان کې د خپلواک څېړنیز میکانېزم د جوړولو په موخه تصویب شوی دی. نوموړي ویلي، د دې پرېکړه‌لیک د اغېزمنتیا اصلي معیار به یوازې د هغه د کلمو او جملو پیاوړتیا نه وي، بلکې د افغانانو په ژوند کې رامنځته شوی بدلون به وي.

فایق ویلي، د نړیوالې ټولنې اقدامات هغه مهال اغېزمن دي چې نجونې ښوونځیو ته ستنې شي، ښځې په ازاده توګه کار وکړای شي، قربانیان د عدالت غوښتنې فرصت ولري او ځوانان راتلونکي ته په هیله‌مندۍ وګوري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته