امریکايي سناتورانو د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي غوښتنه کړې

یو شمېر امریکايي سناتورانو د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه «بې‌رحمانه» او د امریکا له متحدانو سره «خیانت» بللې او د ډونالډ ټرمپ د حکومت د دې پرېکړې پر وړاندې یې د کانګرس د درېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا په کانګرس کې دغو سناتورانو د ټرمپ د حکومت پر دې پرېکړې نیوکه کړې او د هغې د درولو غوښتنه یې کړې ده.

د نیوهمپشایر ایالت سناتورې او د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې غړې، جین شاهین ویلي چې کانګرس باید د دې پرېکړې پر وړاندې ودرېږي.

هغې پر اېکس لیکلي: «دا چې د ټرمپ حکومت غواړي سلګونه افغان پناه‌غوښتونکي، د ښځو او ماشومانو په ګډون، او هغه کسان چې له امریکايي ځواکونو سره یې مرسته کړې، پاکستان ته وشړي، د غندنې وړ اقدام دی. کانګرس باید د دې موضوع پر وړاندې ودرېږي.»

نوموړې خبرداری ورکړی چې پاکستان ته د افغان پناه‌غوښتونکو په شړلو سره هغوی د «طالبانو لاس ته د بېرته ورګرځېدو» له خطر سره مخ کېږي.

د ډیلاویر ایالت سناتور کریس کونز د ډونالډ ټرمپ د حکومت دا تګلاره بې‌رحمانه بللې ده.

هغه پر اېکس لیکلي: «ټرمپ په پټه د څه باندې ۱۵۰ افغان کډوالو د ایستلو لپاره شین څراغ ورکړی، څو بېرته د طالبانو لاس ته ورشي؛ داسې ځای ته چې هغوی به له ځورونې، شکنجې او یا تر دې هم له ناوړه پایلو سره مخ شي.»

کونز زیاته کړې چې د ټرمپ د کډوالۍ د «بې‌رحمانه اجنډا» په اړه به د ځواب ویلو بهیر ژر پای ته ونه رسېږي.

د کنېکټېکټ ایالت سناتور ریچارډ بلومنتال هم د افغان کډوالو له امریکا څخه ایستل له متحدانو سره خیانت بللی دی.

هغه ویلي: «موږ خپلو افغان متحدانو ته ژمنه ورکړې وه چې له امریکايي ځواکونو سره تر همکارۍ او د جګړو پر مهال د هغوی تر ساتنې وروسته به امریکا هېڅکله هغوی یوازې پرېنږدي. اوسنی حکومت له دې ژمنې سره خیانت کوي او هغوی د احتمالي شکنجې او مرګ پر لور شړي.»

د ویرجینیا ایالت سناتور ټیم کېن هم د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د امریکا د حکومت پر پرېکړې نیوکه کړې ده.

هغه په یوه پیغام کې ویلي: «زموږ افغان متحدانو له امریکا سره د مرستې لپاره هر څه له خطر سره مخ کړي وو. اوس ټرمپ غواړي د هغوی خپلوان بېرته هغه افغانستان ته ولېږي چې طالبان پرې واکمن دي.»

نوموړي د امریکا د حکومت دا اقدام خیانت او د شرم وړ بللی او ویلي یې دي چې له داسې چلند سره به په راتلونکو شخړو کې له امریکا سره د نورو خلکو همکاري ستونزمنه شي.

کېن پر اېکس لیکلي: «د هغوی د قربانیو په بدل کې له هغوی سره خیانت کول د شرم وړ دي او په راتلونکو جګړو کې به د امریکا لپاره د همکارۍ ترلاسه کول ډېر ستونزمن کړي.»

نیویارک ټایمز پرون (جمعه، د لړم ۸مه) راپور ورکړی چې د امریکا حکومت د لویزیانا ایالت کې څه باندې ۱۵۰ افغان پناه‌غوښتونکي نیولي او غواړي د پاکستان د حکومت په همکارۍ یې له دغه هېواده وباسي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې لومړۍ الوتنه تر راتلونکو درېیو ورځو پورې ترسره شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته