د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، وايي چې د امریکا د مرستیال ولسمشر جيډي ونس هغه لیک چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي ته استول شوی، «په دقت څېړل شوی او په لوړه کچه غونډو کې پرې بحث شوی دی».
د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن (شنبه، د لړم ۹مه) الجزیرې ته ویلي: «د امریکا د لوري هڅه چې د خبرو او تفاهم لپاره په پراخه کچه لاره پرانیزي، یو مثبت ګام دی.»
خو هغه زیاته کړې: «که د واشنګټن موخه د دې لیک له لېږلو څخه د اختلاف او وېش رامنځته کول وي، نو دا به د دوی بله تېروتنه وي چې د تېرو تېروتنو پر لړۍ ورزیاتېږي.»
تر دې مخکې والسټریټ ژورنال راپور ورکړی و چې د امریکا مرستیال ولسمشر د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ته یو لیک استولی او په هغه کې یې د خبرو اترو د بیا پیل او د تهران له لوري د اټومي ژمنو د بېرته عملي کولو غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، دغه لیک د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د قطر د منځګړو له لارې محسن رضايي ته سپارل شوی دی. تر اوسه د دغه لیک محتوا په رسمي توګه نه ده خپره شوې.
عراقچي همداراز ویلي چې اوس مهال د امریکايي او ایراني چارواکو ترمنځ د لیدنې لپاره هېڅ پلان نشته او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بېبنسټه دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې په دوحه کې له قطري منځګړو سره خبرې روانې دي او یو ایراني پلاوی دوحې ته روان دی.
هغه د خبرو اترو د محتوا په اړه ویلي: «منځګړو د اټومي موضوع په اړه وړاندیزونه کړي چې موږ یې اوس د دویم پړاو د یوې برخې په توګه څېړو.»
عراقچي ویلي چې قطر وړاندیز کړی څو د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ایران د طرحې د پلي کېدو موده پنځو ورځو ته راکمه شي. هغه زیاته کړې: «په دې پړاو کې موږ داسې وړاندیز ته رسېدلي یو چې د پلي کېدو موده دوو ورځو ته راکموي.»
هغه له امریکا سره د خبرو لپاره د ایران د شرطونو په اړه ویلي: «زموږ په شرطونو کې د هغو بندیزونو لغوه کول شامل دي چې د اسلاماباد د تفاهملیک له لاسلیک وروسته لګول شوي، او همداراز په سیمه کې د امریکايي ځواکونو کمول. موږ د تېلو د معافیتونو د بېرته فعالېدو او د ایران د ټولو کنګل شویو شتمنیو، په ګډون په قطر کې د شته شتمنیو، د ازادولو غوښتنه کوو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز غوښتنه کړې چې د هرمز په تنګي کې دې د ایران او عمان له لوري رامنځته شوې د بېړیو د تګ راتګ لار په رسمیت وپېژندل شي او نورې لارې دې وتړل شي. هغه زیاته کړې: «د هرمز تنګي زموږ د شرایطو له مخې بېرته پرانیستل به له واشنګټن سره د ناحل شویو موضوعاتو په اړه د خبرو اترو د بیا پیل لپاره لاره هواره کړي.»
په همدې حال کې، د امریکا د منځمهاله ټاکنو په رانږدې کېدو سره، د منځګړو هڅې زیاتې شوې دي، څو ایران او امریکا بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.
قطري منځګړي پرون له ایراني چارواکو سره د سلا مشورو لپاره تهران ته تللي وو.
ویل کېږي چې له ایراني چارواکو سره تر ۱۲ ساعتونو خبرو وروسته بېرته دوحې ته ستانه شوي او ټاکل شوې ده چې خبرې نن د قطر په پلازمېنه کې دوام وکړي.
