محسن رضايي: د جي‌ډي ونس لیک مې ولوست، خو تر اوسه مې ځواب نه دی ورکړی

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي وايي، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس لیک یې لوستی، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي نن شپه (شنبه، د لړم ۹مه) له «شبکې خبر» سره په مرکه کې ادعا وکړه چې په دې لیک کې د امریکا لحن «په بشپړه توګه بدل شوی» او هغه یې د ایران د بریا او اقتدار د ټینګښت «ډېره ښه نښه» وبلله.

هغه وویل، امریکا تر اوسه د دې لیک د محتوا په اړه څه نه دي خپاره کړي او له همدې امله دی هم اوس د لیک د محتوا په اړه څه نه وايي.

د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، قطري منځګړو تېره یکشنبه په تهران کې د جي‌ډي ونس لیک محسن رضايي ته سپارلی دی.

د راپورونو له مخې، جي‌ډي ونس په دې لیک کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل او د تهران له‌خوا د خپلو اټومي ژمنو د بېرته منلو غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم نن شپه الجزیرې ته وویل چې دا لیک «په دقت څېړل شوی او د لوړې کچې په غونډو کې پرې بحث شوی دی».

دا لیک په داسې حال کې لېږل شوی چې د منځګړو هڅې د ایران او امریکا د بېرته خبرو مېز ته د ستنېدو لپاره زیاتې شوې دي.

قطري منځګړي پرون تهران ته سفر کړی و او نن یې په دوحه کې له ایراني چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړ.

ځینو قطري رسنیو راپور ورکړی چې یو ایراني پلاوی به هم له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکایانو سره هر ډول لیدنه رد کړې او دا یې د رسنیو اټکلونه بللي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته