په جرمني کې پراخ لاریونونه؛ دوکانونه لوټ شوي او لسګونه لاریونوال نیول شوي

د جرمني په ۳۴ ښارونو کې پرون (شنبه، د عقرب ۹مه) د ځوانانو په مشرۍ د اجباري پوځي خدمت، د ښوونې او روزنې او روغتیايي نظام د وضعیت پر ضد لاریونونه وشول، خو په ځینو ښارونو کې دغه لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې په ډېری ښارونو کې لاریونونه سوله‌ییز وو، خو په فرانکفورت، بن، برلین، اشتوتګارت، کارلسروهه، لایپزیګ، کولن او هامبورګ کې د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې. د راپور له مخې، یو شمېر دوکانونه لوټ شول او پولیسو د لاریونوالو د تیت‌پرکولو لپاره د اوبو شیندونکو موټرو او مرچ‌شیندونکو سپرې کارولې دي.

دغه لاریونونه د «نسل زد چارې په لاس کې اخلي» ډلې په نوښت جوړ شوي وو. ګډونوالو د ښوونې او روزنې په برخه کې د پانګونې د زیاتوالي، د ژوند د لګښتونو د کمېدو او د اجباري پوځي خدمت د لغوه کېدو غوښتنه کوله. دغو شعارونو د جرمني په لویو ښارونو، لکه برلین، فرانکفورت او مونیخ کې لسګونه زره ځوانان سړکونو ته راویستي وو.

د فرانکفورت پولیسو ویلي، چې د لاریونونو پر مهال د څو دوکانونو ښیښې ماتې شوې او لږ تر لږه دوه دوکانونه لوټ شوي دي. د پولیسو په وینا، ناپېژاندو کسانو د مرستندویه ځواکونو پر لور مولوتوف بمونه هم غورځولي دي.

د فرانکفورت پولیسو په ایکس‌پاڼه کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شاوخوا ۱۰۰ لاریونوال او نږدې ۳۰ هغه کسان یې نیولي چې د دوکانونو په لوټلو کې یې لاس درلود.

د پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، چې یو شمېر نیول شویو کسانو د نیول کېدو پر مهال د هانو د اورګاډي په تمځي کې د دوکانونو توکي له ځان سره لرل او د هغوی د هویت معلومولو لپاره د بایومټریک معلوماتو د ثبت بهیر روان دی.

د هسن ایالت د کورنیو چارو وزیر رومن پوسک نیول شوي کسان «کیڼ‌اړخي افراطیان» بللي او ویلي یې دي، چې د فرانکفورت په لاریونونو کې شاوخوا ۱۰۰ کیڼ‌اړخو افراطیانو نفوذ کړی و.

نوموړي د تاوتریخوالي په اړه په خواشینۍ څرګندولو سره ویلي: «د شرم خبره ده چې په فرانکفورت کې دا پېښه په داسې پایلې تمامه شوه.»

د «نسل زد چارې په لاس کې اخلي» غورځنګ ویاندې لینا فریدریش په برلین کې ویلي: «موږ نن د سولې او ازادۍ لپاره مبارزه کوو، نه د جګړې او جبر لپاره.»

هغې زیاته کړې: «زموږ لپاره تر ټولو مهمه مسئله د روغتیا او ښوونې او روزنې د نظامونو ښه ملاتړ دی. موږ د اجباري پوځي خدمت مخالف یو او د مسوولیتونو عادلانه وېش غواړو.»

سټیو، هغه ۱۸ کلن ځوان چې د مونیخ په لاریون کې یې وینا کړې، د فریدریش مرتس پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي: «حکومت زموږ اندېښنو ته د ځواب پر ځای، یوازې د لګښتونو د کمولو ژمنې کړې او پر موږ یې نور فشارونه هم تپل دي؛ هېڅ عملي ځواب یې نه دی راکړی.»

هغه ټینګار کړی: «تر هغه به د غونډو او لاریونونو له خپل اساسي حق څخه کار اخلو، څو تاسو موږ له پامه غورځول بند نه کړئ.»

که څه هم د لاریونونو تنظیموونکو په پیل کې تمه لرله چې تر ۱۸۰ زرو پورې کسان به سړکونو ته راوباسي، خو د پولیسو د شمېرو له مخې، د ګډونوالو شمېر تر دې ډېر کم و. په فرانکفورت، مونیخ او برلین کې، چې تمه کېده ۳۶ زره کسان به لاریون وکړي، شاوخوا ۱۸ زره کسان سړکونو ته راوتلي وو.

جرمني چارواکو ویلي، چې د ورځې ډېری لاریونونه سوله‌ییز وو، خو «افراطي ډلو» هڅه کړې چې له دې غورځنګ څخه ناوړه ګټه واخلي.

په جرمني کې دا لاریونونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د اروپا څو نور هېوادونه، لکه فرانسه، ایټالیا، البانیا او کوسوو هم د ځوانانو د اعتراضونو شاهدان وو. د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د لاریونوالو ګډې غوښتنې د ښوونیزو مرکزونو د وضعیت ښه کول او د ژوند د لګښتونو کمول دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته