اسلام‌اباد: د افغان کډوالو د امریکا له لوري پاکستان ته لېږدول تر څېړنې لاندې دي

Photo: @ForeignOfficePk

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا د حکومت هغه وړاندیز څېړي چې له مخې یې یو شمېر افغان وګړي د امریکا له خاورې پاکستان ته ولېږدول شي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا یوې فدرالي محکمې د روانې اوونۍ په لومړیو کې د لسګونو افغان وګړو د لېږدولو پلان وځنډاوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان نن (جمعه، د لړم ۱۵مه) په خپلې اوونیزې خبري غونډه کې وویل: «دا موضوع دا مهال تر څېړنې لاندې ده او ټول اړوند اړخونه یې د ښکېلو لورو په سلا او مشوره په دقت سره ارزول کېږي.»

هغه د لسګونو افغان وګړو د ایستلو په اړه د راپورونو په ځواب کې زیاته کړه: «هیله لرو داسې حل‌لاره وموندل شي چې د دواړو لورو د موافقې وړ وي.»

د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې‌شنبې په ورځ د افغان کډوالو د ایستلو مخه ونیوله.

امریکايي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړی و، چې ټاکل شوې له ۱۵۰ ډېر افغان وګړي له امریکا څخه د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي. ویل کېږي، دا اقدام د کډوالۍ د محدودولو لپاره د ډونالډ ټرمپ د حکومت د وروستیو سختو سیاستونو یوه برخه ده.

د «افغان ایواک» (AfghanEvac) په نوم د یوې ادارې د راپور له مخې، چې د امریکا له پخوانیو متحدینو ملاتړ کوي، په دغو کسانو کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې د کابل تر سقوط مخکې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د پاکستان حکومت د روان میلادي کال په لومړیو کې خپلو امنیتي ځواکونو ته امر کړی و، چې په ټول پاکستان کې بې‌ویزې افغان وګړي ونیسي.

دا اقدام د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو د پالیسۍ یوه برخه ده؛ هغه پالیسي چې له مخې یې تر اوسه د افغانستان میلیونونه وګړي، چې د څو لسیزو جګړو له امله له خپل هېواده تښتېدلي وو، بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو چارواکو د دوشنبې په ورځ د افغان وګړو د ایستلو لپاره د امریکا د پلانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي چې افغان کډوال پاکستان ته ونه لېږدوي، بلکې د یوه سنجول شوي او مسؤولانه چلند له لارې دې په مستقیم ډول له دې ډلې سره هوکړې ته ورسېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته