ملانیا ټرمپ پوتین او زلنسکي ته لیکونه استولي دي

د امریکا لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د «بشري ډیپلوماسۍ» په چوکاټ کې له یوې غونډې وروسته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ته شخصي لیکونه استولي دي.

ملانیا ټرمپ نن (شنبه، د لړم ۱۶مه) پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه پیغام کې ویلي، چې خپل لیکونه یې د دواړو هېوادونو استازو ته سپارلي دي. هغې زیاته کړې، چې له دواړو لورو یې غوښتي څو د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ملانیا دوه ورځې وړاندې په سپینه ماڼۍ کې د یوې تاریخي غونډې کوربه‌توب کړی و. په دې غونډه کې د مسکو او کی‌یف استازو، د پوتین ځانګړي استازي کیریل دمیتریف، د اوکراین د واکمن ګوند د پارلماني ډلې مشر داوید اراخامیا او د اوکراین د بشري حقونو کمېشنر دیمیترو لوبینتس ګډون کړی و.

د امریکا لومړۍ مېرمنې په دې غونډه کې د دې هرکلی وکړ، چې پوتین او زلنسکي د اولشکي په سیمه کې د «بشري اوربند» لپاره د هغې غوښتنه منلې ده. هغې ویلي، چې د اولشکي اوربند به د تلپاتې او دوامدارې سولې لپاره لومړنی ګام وي.

دغه شپږ ورځنی اوربند د اکتوبر له ۲۷مې د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د خرسون سیمې په اولشکي ښار کې عملي شوی و. دغه ښار د روسیې پوځ نیولی او لا هم یې تر خپل کنټرول لاندې لري.

په سیمه کې د سختو جګړو او د ملکي وګړو د بند پاتې کېدو له امله، ملانیا ټرمپ منځګړیتوب وکړ او له پوتین او زلنسکي څخه یې په مستقیم ډول د اوربند غوښتنه وکړه. د دې غوښتنې په پایله کې د بشري مرستو د لېږد او د نږدې ۸۰۰ ملکي وګړو د ایستلو زمینه برابره شوه.

ملانیا ټرمپ چې په اوکراین کې خپله مداخله «بشري ډیپلوماسي» بولي، تر دې وړاندې یې هم له خپلو کورنیو څخه د جلا شویو اوکرایني ماشومانو په بېرته ستنولو کې ونډه لرلې ده.

د هغې د هڅو په پایله کې، د اوکراین ۳۴ ماشومان په شپږو پړاوونو کې له روسیې بېرته راوستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته