د قطر لومړی وزیر: د مذاکراتو پر مېز د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د جګړې پراخول پایله نه لري

د قطر لومړي وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بهیر په هم‌مهاله توګه د بریدونو دوام ته په اشارې خبرداری ورکړی چې د ډیپلوماسۍ پر مېز د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د پوځي نښتو پراخول به هېڅ پایله ونه لري.

د قطر لومړي وزیر د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د اکسفورډ پوهنتون په یوه مناظره کې وویل چې د ایران او امریکا ترمنځ د یوې هوکړې د ترلاسه کولو هڅې لا هم روانې دي.

شیخ محمد وویل، قطري منځګړو یوازې په تېره اوونۍ کې پنځه ځله ایران ته سفرونه کړي، څو د پوځي نښتو د بیا پراخېدو مخه ونیسي.

هغه د مذاکراتو بهیر «ستونزمن» وباله او زیاته یې کړه چې ځینې غونډې له ۱۵ تر ۲۰ ساعتونو پورې غځېدلې دي.

د قطر لومړي وزیر د مذاکراتو د بهیر پر مهال د بریدونو د دوام په نیوکې سره وویل: «د مذاکراتو پر مېز د لا ډېرو امتیازونو ترلاسه کولو لپاره د پوځي نښتو پراخول هېڅ پایله نه لري.»

هغه، چې هېواد یې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال د سلګونو توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلی او د جګړې له مالي پایلو سخت اغېزمن شوی، ټینګار وکړ چې «هېڅ هېواد د نښتو د بیا پراخېدو د زغملو توان نه لري».

نوموړي د مذاکراتو له دواړو لورو وغوښتل چې د یوې «بې‌نیمګړتیا هوکړې» په تمه نه شي، ځکه د هغه په وینا، هېڅ سوله‌ییزه هوکړه به هېڅکله بشپړه او بې‌نیمګړتیا نه وي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن د ایران د اټومي پروګرام په اړه وروستۍ هوکړې ته رسېدل، د هرمز تنګي بشپړ بېرته پرانیستل او د سیمې امنیت تأمینول شوني وبلل. هغه وویل، قطري منځګړي د روانو مذاکراتو د ملاتړ لپاره له دواړو لورو سره په همغږۍ کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د ډیپلوماټیکو مذاکراتو له لارې د هوکړې د ترلاسه کولو هڅې روانې دي، خو په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو بریدونه هم دوام لري. امریکا په کم‌تره له یوې اوونۍ کې د ایران په سوېل کې پر قشم ټاپو لږ تر لږه دوه ځله بریدونه کړي دي. ایران هم د څو امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو د نسکورولو او د هرمز په تنګي کې د څو بېړیو د چاودنو خبر ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته