د کاناډا حکومت اعلان کړی چې د یوې «لنډمهالې او استثنايي» طرحې په چوکاټ کې به د ۲۰۲۷ میلادي کال تر پایه د دغه هېواد د اوسنیو اوسېدونکو د استوګنې وضعیت تر ۲۰۰ زرو کسانو پورې دایمي استوګنې ته واړوي.
د کاناډا د کډوالۍ، کډوالو او تابعیت ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا طرحه دوه اصلي ډلې، یعنې «کارکوونکي» او «هغه غوښتونکي چې بشري او کورنۍ دوسیې لري»، رانغاړي. دغه کسان اوس مهال په کاناډا کې ژوند کوي.
د کاناډا د کډوالۍ، کډوالو او تابعیت اداره وايي، له کارکوونکو څخه به ۱۰۰ زره کسان د دایمي استوګنې اجازه ترلاسه کړي؛ هغه کسان چې د ایالتي نوماندۍ پروګرام له لارې د دایمي استوګنې شرایط یې پوره کړي دي.
هغه غوښتونکي هم په دې طرحه کې شاملېدای شي چې دوسیې یې د ځینو اقتصادي پروګرامونو، لکه د نوښتګر کاروبار ویزې (سټارټاپ)، د خپلواک کارکوونکو، کرنې او خوراکي توکو او په کورونو کې د پاملرنې د خدمتونو په برخو کې د پرېکړې په تمه دي. د دغو کارکوونکو کورنۍ هم له دې طرحې ګټه اخیستلای شي.
د ۱۰۰ زره نورو کسانو لپاره د بشري او کورنیو قضیو لرونکو ډلو ته ونډه ځانګړې شوې ده. په دې ډله کې د کاناډا د اتباعو او د دایمي استوګنې د اجازې لرونکو کسانو مېرمنې، د ژوند شریکان او تر هغوی پورې تړلي ماشومان شامل دي، چې د دایمي استوګنې غوښتنلیکونه یې سپارلي او د وروستۍ پرېکړې په تمه دي.
همدارنګه، د هانګ کانګ د اتباعو پاتې دوسیې او د هغو اوکراینیانو دوسیې هم د دې فرصت برخه دي چې د کورنۍ د یوځای کېدو د ځانګړو لارو له لارې یې غوښتنلیکونه سپارلي دي.
هغه بشري غوښتونکي هم په دې طرحه کې شامل دي چې د دایمي استوګنې غوښتنلیکونه یې مخکې لومړنۍ منظوري ترلاسه کړې ده.
د کاناډا د کډوالۍ، کډوالو او تابعیت ادارې ویلي چې دا اقدام د دغه هېواد له عادي کډوالۍ پروګرامونو سره توپیر لري.
دا طرحه د نویو غوښتنلیکونو د ثبتولو لپاره یوه «عمومي لاره» نه ده، بلکې یوازې یو ځل پلې کېږي او اضافي ظرفیت یې په ۲۰۲۷ کال کې د ځانګړو دوسیو د بهیر د چټکتیا لپاره ځانګړی شوی دی.
د افغانستان پناهغوښتونکي هم د ټاکل شویو شرایطو د پوره کولو په صورت کې په دې طرحه کې شاملېدای شي. په ځانګړې توګه هغه افغان کډوال چې په کاناډا کې یې د «خوندي شوي کس» (Protected Person) وضعیت ترلاسه کړی وي، یا یې بشري دوسیې لومړنۍ منظوري ترلاسه کړې وي.
