ملګري ملتونه: افغانستان له مخ پر خرابېدونکي بشري ناورین سره مخ دی

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان واک ته د طالبانو له بیا رسېدو پنځه کاله وروسته، د ښځو او نجونو پر حقونو د پراخو محدودیتونو، کمزوري اقتصاد، د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدو او د بشري مرستو د سخت کمښت له امله له مخ پر خرابېدونکي بشري ناورین سره مخ دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي، برونو لومارکیس، د جمعې په ورځ (۱۵ لړم) ویلي چې افغانستان په یوه «ستونزمن پړاو» کې قرار لري.

د هغه په وینا، سره له دې چې په هېواد کې نسبي ثبات او امنیت شته، خو کمزوری اقتصادي وضعیت، د بشري حقونو پراخ محدودیتونه او د خلکو زیاتې بشري اړتیاوې د افغانستان راتلونکی له ننګونو سره مخ کړی دی.

لومارکیس ویلي، افغان ښځې او نجونې لا هم له سختو او پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د زده‌کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې له ګډون څخه بې‌برخې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي او د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځینه محصلینو شمېر صفر ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دا وضعیت په نړۍ کې د زده‌کړو له تر ټولو حساسو ننګونو څخه بللی دی.

نوموړي ویلي، د اقتصادي ستونزو له امله ځینې کورنۍ ان خپل زامن هم ښوونځیو ته نه لېږي.

لومارکیس زیاته کړې چې د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې ښځینه کارکوونکو ته په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې او دا بندیز لا هم دوام لري.

افغانستان ته د ۶.۷ میلیونه کډوالو بېرته راستنېدل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال وايي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا ۶.۷ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د هغه په وینا، د دغو کډوالو ډېره برخه له پاکستان او ایران څخه شړل شوې ده. د دومره لوی شمېر کډوالو بېرته راتګ د افغانستان پر عامه خدمتونو او محدودو امکاناتو لا ډېر فشار راوستی دی.

هغه ویلي، ځینې بېرته راستنېدونکي ان تر دې وړاندې په افغانستان کې نه وو اوسېدلي او اوس قانوني اسنادو، مرستو او کاري فرصتونو ته اړتیا لري.

د کوکنارو د کښت زیاتوالی

لومارکیس د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې وروستي راپور ته په اشارې ویلي، چې تېر کال په افغانستان کې د تریاکو تولید ۳۳۰ سلنه زیات شوی دی.

د هغه په وینا، بزګرانو ته د عاید د بدیلو سرچینو له برابرولو پرته د کوکنارو د کښت اغېزمنه مبارزه ناشونې ده.

لومارکیس ویلي، ځینو بزګرانو ورته ویلي دي: «که کوکنار ونه کرو، ژوندی نه شو پاتې کېدای.»

د بشري مرستو کمښت او د روغتیايي خدمتونو د سقوط ګواښ

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په ۲۰۲۷ کال کې به د افغانستان بشري اړتیاوې په پراخه کچه زیاتې شي.

د کډوالو پراخ بېرته راستنېدل، سیمه‌ییزه بې‌ثباتي او د «ال نینو» اقلیمي پدیده هغه عوامل بلل شوي چې د خوړو خوندیتوب او اساسي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ګواښي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره بشري مرستې په دوامداره توګه کمې شوې دي.

د لومارکیس د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارده ډالره بشري مرستې شوې وې. دغه اندازه په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوه او په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه یوازې ۵۷۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

همدارنګه اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ به د لومړنیو روغتیايي خدمتونو شاوخوا ۴۰ سلنه مرکزونه، چې شمېر یې له ۱۹۰۰ مرکزونو څخه ۷۰۰ ته رسېږي، وتړل شي.

لومارکیس د دې وضعیت د پایلو په اړه د خبرداري ورکولو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان هېر نه کړي.

هغه ویلي، د افغانستان د ناورین اغېزې ښايي د دغه هېواد له پولو واوړي او د سیمې پر امنیت، ثبات او د کډوالۍ پر لارو چارو اغېز وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته